اسلام آباد08 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او المان ترمينځه اړيكې لا قوي كولو په اړه زور راوړولو سره وئېلي دي چې په خاص توګه د تجارت و سرمايه كارۍ٬ پرمختيائي مرستې٬ دفاع٬ هنرمند افرادي قوت تګ راتګ او كاروباري ادارو ترمينځه روابط ته ودې وركولو ته اړتيا ده۔ د د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت …
صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او المان ترمينځه اړيكې په لا قوي كولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد08 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او المان ترمينځه اړيكې لا قوي كولو په اړه زور راوړولو سره وئېلي دي چې په خاص توګه د تجارت و سرمايه كارۍ٬ پرمختيائي مرستې٬ دفاع٬ هنرمند افرادي قوت تګ راتګ او كاروباري ادارو ترمينځه روابط ته ودې وركولو ته اړتيا ده۔ د د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د المان لپاره د پاكستان نامزد سفير سلمان شريف سره په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړي۔ ده ووئيل چې پاكستان المان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په كال 2026 كښې سفارتي اړيكو جوړوېدو 75مې سالګره د دوه اړخيزه مرسته به لا ژورې نتيجې ولري۔ صدر مملكت دوه اړخيزه تجارت او كاروباري روابط زياتولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې المان اروپائي يونين كښې د پاكستان برآمدات تر ټولو لويې منډۍ ده۔صدر مملكت دفاعي مرستې روان ساتلو٬پاكستان زير التوا خواستونو زر مثبت غور او هنرمند افرادي قوت تګ رتګ په اړه په لا مرسته هم زور راوړي۔ صدر مملكت د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د المان چانسلر فريډرك مرز ته د پاكستان دورې بلنې ذكر كولو سره هيله ولرله دې دا دوره به په شريكه توګه په موزو نيټه كيږي۔ صدر مملكت سلمان شريف ته په نوې ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه او د دې باور څرګندونه وكړه چې هغه به د پاكستان او المان اړيكې لا قوي كولو لپاره خپل كردار ادا كوي۔ د ملاقات په مهال سينيټر شيري رحمان٬سينيټر سليم مانډوي والا او پخوانې وفاقي وزير سيد نويد قمر هم موجود وو










