اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ پېښې جاري دي او صوبائي حکومت د اولسي مسئلو حل په ځائ په لانګ مارچ كښې مصروف دے، وزيراعليٰ او وزيران وډيوز او ټک ټاك جوړولو ته پاتې دي، د ترهګرۍ په ضد وفاقي حکومت، صوبائي حکومت، سياسي جماعتونه، عوام او پاك پوځ په …
د خېبر پښتونخوا حکومت د اولسي مسئلو حل په ځائ په لانګ مارچ كښې مصروف دے، وزيراعليٰ او وزيران وډيوز او ټک ټاك جوړولو ته پاتې دي۔ د انجينئر امير مقام پرېس کنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ پېښې جاري دي او صوبائي حکومت د اولسي مسئلو حل په ځائ په لانګ مارچ كښې مصروف دے، وزيراعليٰ او وزيران وډيوز او ټک ټاك جوړولو ته پاتې دي، د ترهګرۍ په ضد وفاقي حکومت، صوبائي حکومت، سياسي جماعتونه، عوام او پاك پوځ په ګډه مقابله كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د مسلم ليګ ن مرکزي ايډيشنل سيکرټري اطلاعات سينيټر زاهد خان، ايم اين اے غزاله انجم، ايم پي اے علي هادي او پخوانې ايم اين اے شهزاده محي الدين هم موجود وو۔ ده ووئيل چې د صوبې اولس دا مهال سختو ستونزو سره مخ دے ٬ دلته د پاکستان تحريک انصاف د اقتدار درېم دور دے، خو سوال دا دې په دې دور كښې كومه بدلي راغلې ده٬ په وفاق كښې هم پي ټي آئي درې نيم كال حكومت كړې٬ اولس ئې كاركردګي ليدلې ده۔ ده ووئيل كله چې د پي ټي آئي په وفاق كښې حكومت ٶ نو ھغه وخت ئې د صوبې مسئلو حل او فنډز لپاره څه اقدامات كړي ؟ دلته صوبائي حكومت د مسئل په هواري كښې سنجيده نه دے٬ وزيراعليٰ او وزيران وډيوز او ټک ټاك جوړولو ته پاتې دي۔ ده په دې موقع د 8 اکتوبر زلزله ځپلي يادولو سره ووېيل چې د 8 اكتوبر زلزله نشي هېرېولې كېدې٬ په دې موقع اړوند ادارو او د هېواد او غېر ملکي غير سرکاري تنظيمونو اهم كردار لوګبولې ٶ۔ ده ووئيل چې د لانګ مارچ تاريخ په تاريخ بدلېږي او صوبائي اولس ستونز سره مخ دے او د دوي لارې بندې دي٬ ده ووئيل چې لانګ مارچ سره اسلام آباد ته راشئ ٬ نو بيا چې څه پرېكړه كول وي ھغه به وشي٬ يو ځل رامخكښې خو شئ دغسې چې د خېبرپښتونخوا د اولس ځان خلاص شي٬ ده واضح كړه چې څوك دې په غلط فهمۍ كښې نه اوسي چې د اسلام آباد بندولو به اجازه وركړې شي۔ د مذاکراتو په حواله ده ووئيل په مذاکراتو كښې تفصيلي خبرې شوې، د دواړٶ خواٶ مثبت خبرې سوې دي او په بېلو نكاتو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د مشترکه لوطنامې نكات هم ترسره شوې ٶ٬ خو په آخر كښې هم ھغه وشول د كومې چې اندېښنه وه٬ وزيراعليٰ څوك چې د بل په اشارو چلېږي٬ په شا شو۔ ده ووئيل چې د ترهګرۍ مقابله په ګډه كېدې شي٬ وفاقي حکومت، صوبائي حکومت، سياسي جماعتونه، عوام او پاك پوځ په ګډه د ترهګرۍ په ضد جنګېدې شي۔










