اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پرلتې او د احتجاج سياست د معيشت او د پاکستان نړيوال عزت لپاره زيان منده ګرځولو سره ووئيل د پرلتونو سياست څخه معيشت ته زيان رسول هېواد دښمني ده، پي ټي آئي دې د هوش نه كار واخلي او احتجاجي سياست څخه د هېواد معيشت ته د رسېدونكي زيان په ادراك كولو دې لانګ مارچ ختم كړي، حکومت …
پرلتو او د احتجاج سياست څخه معيشت او د پاکستان نړيوال عزت ته زيان رسول هېواد سره دښمني ده، بايد پي ټي آئي د هوش نه كار واخلي او لانګ مارچ پرېږدي۔ وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف پرلتې او د احتجاج سياست د معيشت او د پاکستان نړيوال عزت لپاره زيان منده ګرځولو سره ووئيل د پرلتونو سياست څخه معيشت ته زيان رسول هېواد دښمني ده، پي ټي آئي دې د هوش نه كار واخلي او احتجاجي سياست څخه د هېواد معيشت ته د رسېدونكي زيان په ادراك كولو دې لانګ مارچ ختم كړي، حکومت به د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي، حکومت او پيپلز پارټۍ مشتركه كمېټۍ معنې لرونكو او د زره د كومي د مسئلو حل په ګډه د لټولو هڅه كړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د کشمير چوک انډر پاس د بنياد تيګې اېښو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيران محسن نقوي، عطاء الله تارړ، ډاکټر طارق فضل چوهدري، وزير مملکت طلال چوهدري هم وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم ووئيل موجوده حکومت د هېواد پرمختګ او معاشي استحکام لپاره شپه او ورځ هڅې كوي٬ مونږ د دوه نيمو كال خوارۍ د لارې د هېواد معيشت پخپلو پښو اودرولے، د هېواد پيداوار كښې اضافه شوې٬ يو خوا د پرمختيائي كارونو سلسله روانه ده او بلخوا د بده مرغه يو ځل بيا لانګ مارچ، پرلت او داحتجاج ناوړه سياست رامخې ته كېږي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د مشاورت د لارې پرېكړه كړې چې پي ټي آئي قيادت سره دې معنې لرونكې ،بامقصده او په اخلاص اډانه خبرې اوشي دغسې چې د لانګ مارچ، پرلت او احتجاج د سياست خاتمه اوشي او په ګډه د مسئلو حل ولټولې شي، حکومت او د پيپلز پارټۍ مشتركه كمېټۍ تر دوو ورځو د سپيكر په چېمبر كښې هغوي سره خبرې وكړي ٬ هيله وه چې د خبرو اترو څخه به په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي او د پرلت سياست به په خبرو سره ختم كړے شي، ده ووئېل دواړو ګوندونو په سنجيدګۍ سره پي ټي آئي سره خبرې وكړې خو د بل اړخ څخه پرېكنده مسوده بيا بيا بدلېده كومې څخه چې د هغوي مقصد واضحه ٶ خبرې اترې كاميابۍ له ورنه كړې شوې۔ وزيراعظم په سپېنو ټكو ووئيل د پرلت او احتجاج سياست څخه به د هېواد معيشت په نخښه شي، برآمدات، صنعتي پيداوار به متاثر شي كوم چې به د هېواد او قام په زيان وي۔ ۔ ده ووئيل په ستمبر كښې د تېر كال ستمبر او ټول كال په مقابل كښې برآمدات زيات شوي٬ د آئي ټي برآمدات٬ ترسيلات زر زيات شوي٬ د احتجاج او پرلتونو څخه زيان رسول هېواد دښمني ده۔ وزيراعظم واضحه كړه چې د اولس د ځان او مان حفاظت د حكومت ذمه واري ده او دې ته د زيان رسٶنكو په ضد به قانون خپله لاره اخلي، زمونږ په معيشت كښې د بهترۍ اعتراف اغيار هم كوي










