د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د جلال خان عيادت وكړو ، زر روغتيا لپاره دعا

  اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په شفا انټرنيشنل هسپتال كښې  د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي جلال خان عيادت وكړو ٬ ده د جلال خان خېريت معلومولو سره د ھغه زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل  جلال خان يو متحرك او فعاله سياستمدار دے٬ ھغه د اولسي مسئلو حل لپاره خپل بشپړ …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په شفا انټرنيشنل هسپتال كښې  د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي جلال خان عيادت وكړو ٬ ده د جلال خان خېريت معلومولو سره د ھغه زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل  جلال خان يو متحرك او فعاله سياستمدار دے٬ ھغه د اولسي مسئلو حل لپاره خپل بشپړ كردار لوبولے۔ عطاء الله تارړ ووئيل جلال خان تل اولسي خدمت او د خپلې سيمې مسئلې په رامخې ته كولو كښې فعاله كردار لوبولے دے،  د دوي سياسي او اولسي هلې ځلې د قدر وړ دي، هيله لرو چې جلال خان به ډېر زر روغ شي او خپلې هلې ځلې به بيا پېل كړي۔ وفاقي وزير د جلال خان روغ صحت لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې دوي له روغه سټه وركړي۔ د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ هم وفاقي وزير سره موجود ٶ۔

مزید خبریں