اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګيس لوډ مينجمنټ په اړه د جامع پلان ترتيبولو او د پېشګي اقدامات امر كولو سره ووئيل د ګيس لوډ مينجمنټ په لائحه د عملدرامد په حواله دې د خبرتيا بشپړ اولسي كمپائن وچلولې شي٬ د موجوده سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې دې د ګېس د تعطل نه غېر درامد په اړه ټول ضروري اقدامات وكړے …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګيس لوډ مينجمنټ په اړه د جامع پلان جوړولو او د پېشګي اقدامات امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګيس لوډ مينجمنټ په اړه د جامع پلان ترتيبولو او د پېشګي اقدامات امر كولو سره ووئيل د ګيس لوډ مينجمنټ په لائحه د عملدرامد په حواله دې د خبرتيا بشپړ اولسي كمپائن وچلولې شي٬ د موجوده سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې دې د ګېس د تعطل نه غېر درامد په اړه ټول ضروري اقدامات وكړے شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د يخنۍ موسم كښې د ګېس لوډ مينجمنټ په اړه غونډه وشوه ۔ شهباز شريف د ګيس لوډ مينجمنټ په اړه د جامع تګلارې ترتيبولو او د پېشګي اقدامات امر كولو سره ووئيل د ګيس لوډ مينجمنټ په لائحه د عملدرامد په اړه دې د خبرتيا بشپړ اولسي كمپائن وچلولې شي٬ د موجوده سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې دې د ګېس د تعطل نه غېر درامد په اړه ټول ضروري اقدامات وكړے شي۔ په غونډه كښې د ګېس لوډ مينجمنټ په حواله د پېشګي اقدامات په اړه د بريفنګ په مهال ووئيل شول د ځائي ګېس وركولو په اړه به كورنيو صارفينو ته پام كولې شي، د بجلۍ پيداوار او صنعتونو لپاره به آر اېل اېن جي ته پام لرنه كولې شي، په كورنۍ كچه د ځائي ګېس په ځائے د متبادل ذريعو توان ته د ودې وركولو په بابله به د اولس خبرولو كمپائن پېل كولې شي۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول د هېواد په شمالي سيمو كښې د ګېس پانګو څخه د تعطل نه غېر رسنه باوري كولو په اړه هم اقدامات كېږي۔ واټر و سپيس هيټنګ لپاره په بجلي د چلېدونكو آلاتو په اړه د بينك فنانسنګ سهولت معارفي كولو په تجويز هم غور وشو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، علي پروېز ملك، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو۔










