پېښور 06 اکتوبر (اے پي پي) په ډيره اسماعيل خان كښې د ترهګرو په دوو بېلو پېښو كښې د پوليس او اېف بي آر پنځه اهلكار شهيدان شول۔ د ډي آئي خان ډي پي او ضيا الدين احمد له مخې د ګومل يونيورسټي تھاڼې په حدود ابهايا پل سره نزدې د وسله والو لخوا په ګاډې د ډزو په نتيجه كښې د اېف بي آر 4 اهلكار شهيدان شوي٬ …
ډي آئي خان كښې د ډزو په دوو پېښو كښې د اېف بي آر او پوليس 5 اهلكار شهيدان شول

مزید خبریں
پېښور 06 اکتوبر (اے پي پي) په ډيره اسماعيل خان كښې د ترهګرو په دوو بېلو پېښو كښې د پوليس او اېف بي آر پنځه اهلكار شهيدان شول۔ د ډي آئي خان ډي پي او ضيا الدين احمد له مخې د ګومل يونيورسټي تھاڼې په حدود ابهايا پل سره نزدې د وسله والو لخوا په ګاډې د ډزو په نتيجه كښې د اېف بي آر 4 اهلكار شهيدان شوي٬ ده ووئيل مړي ډي اېچ كيو ته منتقل كړے شوي دي او د تورنو ګرفتارۍ لپاره په سيمه كښې د لټون عمليات روان دي۔ د پوليس وېنا ده د ډزو په نتيجه كښې شهيد شوي دوه اهلكار د اېف بي آر مستقل ملازمين او دوه په كنټرېكټ وٶ او د وسيم ، رحمت الله ، سلمان الهي او محمد اوېس په نامه ئې شناخت شوے دے٬ بلخوا په بنو روډ د ټرافېك پوليس په ګاډي د نامعلومه وسله والو په ډزو كښې د پوليس يو اهلكار شهيد شو او بل ژوبل شوے دے ۔ د ډي پي او ضياء الدين احمد له مخئ د اېف بي آر او پوليس اهلكار د ډيوټۍ په مهال په نخښه كړے شوي۔ د پوليس وېنا ده د ډي آئي خان ښار او په خوا اوشا كښې امنيت ټينګ كړے شوے دے










