ملتان۔ 06 اکتوبر (اے پي پي) د تاریخ و كلتوري ورثې وفاقي وزير اورنګزیب خان کھچی وئېلي دي ملتان نه يوازې زما خپل كور دے بلکې دا منطقه د پیړيو څخه د علم، ادب او كلتور مرکز پاتې شوې ده٬ ځكه دې له د هېواد د نورو لويو ښارونو برابر ادبي و كلتوري اہمیت وركول پكار دے ،ملتان كښې هم د قامی كچې د ایوارډز وركولو دستورې او نور …
ملتان ته به د نورو لويو ښارونو برابر ادبي و كلتوري اهمیت وركولې شي ، د تاریخ و كلتوري ورثې وفاقي وزير

مزید خبریں
ملتان۔ 06 اکتوبر (اے پي پي) د تاریخ و كلتوري ورثې وفاقي وزير اورنګزیب خان کھچی وئېلي دي ملتان نه يوازې زما خپل كور دے بلکې دا منطقه د پیړيو څخه د علم، ادب او كلتور مرکز پاتې شوې ده٬ ځكه دې له د هېواد د نورو لويو ښارونو برابر ادبي و كلتوري اہمیت وركول پكار دے ،ملتان كښې هم د قامی كچې د ایوارډز وركولو دستورې او نور ادبي و كلتوري پروګرام تابيا كول غواړي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اکادمي ادبیات پاکستان ملتان دورې په موقع ادیبانو او شعرا سره د ملاقات په مهال وكړه ۔ وفاقي وزیر په اکادمي ادبیات كښې د روانو ادبي و كلتوري هلو ځلو جاج واغست او د مقامي ادیبانو ، شعرا او د قلم خاوندانو سره يې سره يې خبرې وكړې ۔وفاقی وزیر ووئېل هغه د پیښور، کوئټې او کراچی نه پس اوس ملتان ته راغلے دے او د جنوبي پنجاب په دې تاریخي ښار كښې ادبي و كلتوري هلو ځلو ته لا وده وركول غواړي۔











