اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)د اطلاعات وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي د رياست او خېبرپښتونخوا بنيادي مسئله سياست نه بلكې ترهه ګري ده او دې مسئلې ته به د سياسي چغو په ځائے د حقائقو او شمېرو په بنياد كتل وي۔د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل به تېرو دوو كلونو كښې خېبرپښتونخوا كښې نزدې 6200 د …
د رياست او خېبرپښتونخوا بنيادي مسئله سياست نه بلكې ترهه ګري ده٬دې مسئلې ته به د سياسي چغو په ځائے د حقائقو او شمېرو په بنياد كتل وي۔بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)د اطلاعات وفاقي پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئېلي دي د رياست او خېبرپښتونخوا بنيادي مسئله سياست نه بلكې ترهه ګري ده او دې مسئلې ته به د سياسي چغو په ځائے د حقائقو او شمېرو په بنياد كتل وي۔د نهې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل به تېرو دوو كلونو كښې خېبرپښتونخوا كښې نزدې 6200 د ترهه ګرې پیښې شوي چې پكښې نزدې 1200 كسان شهيدان شوي او د افغان وګړو لخوا 37 ځانمرګي بريدونه شوي٬يوازې سږ كال خېبرپښتونخوا كښې 14 ځانمرګي بريدونه شوي چې پكښې زياتره افغان وګړي ككړ وو۔بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس مجموعي نفري نزدې 1 لك 25 زره ده خو نزدې 13 زره اهلكار په وي آي پي پروټوكول تعينات دي او 17 زره پوليس چوكۍ خالي پرتې دي۔ده ووئيل په يوه داسې صوبه كښې چرته چې پوليس د ترهه ګرۍ په ضد به فرنټ لائن جنګيږي هلته پوليس ته مطلوبه نفري٬وسائل او آسانۍ نه وركول تشويشناك دي۔بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل ضم شوو ضلعو كښې د سي ټي ډي استعداد ډېر محدود دے٬ټول سي ټي ډي سره نزدې 17 بلټ پروف ګاډي او 3300 اهلكار دي۔ده ووئيل پوليس د ترهه ګرۍ په ضد د چوكو بيا رغونې او هغه قوي كولو لپاره 42 ارب روپۍ غوښتې دي خو د خېبرپښتونخوا حكومت يوازې 1.2 ارب روپۍ جاري كړې دي۔بيرسټردانيال چوهدري پوښتنه وكړه چې كله پوليس د وسائلو كمے په ګوته كوي نو د خېبرپښتونخوا حكومت د ترهه كرۍ په ضد پوليس ته مطلوبه وسائل ولې نه وركوي۔











