نيشنل ايكشن پلان عامه انتظامي تګلاره نه ده٬د قرآن و سنت تعليمات او د هېواد د آئين سلامتيا سره تړلې ده ۔ طلال چوهدري

  اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير سينيټر طلال چوهدري واضحه كړې چې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره جوړ كړے شوے"نيشنل ايكشن پلان"محض كومه عامه انتظامي تګلاره نه ده بلكې دا د پاكستان د آئين٬د هېواد سلامتيا او د قرآن و سنت  تعليمات سره تړلې شوې ده كومې څخه چې مونږ ته لارښودنه تر لاسه كېږي ٬ځكه چې اسلام په ناحقه د وينې بهيول٬د فتنه و …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير سينيټر طلال چوهدري واضحه كړې چې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره جوړ كړے شوے”نيشنل ايكشن پلان”محض كومه عامه انتظامي تګلاره نه ده بلكې دا د پاكستان د آئين٬د هېواد سلامتيا او د قرآن و سنت  تعليمات سره تړلې شوې ده كومې څخه چې مونږ ته لارښودنه تر لاسه كېږي ٬ځكه چې اسلام په ناحقه د وينې بهيول٬د فتنه و فساد خپرولو او د انساني ځانونو د زيان په سختۍ سره ممانعت كوي۔پي ټي وي هيډكوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كښې  وزير مملكت ووئيل  د ترهه ګرۍ په ضد دا بيانيه د كوم يو كس٬يو حكومتي ګوند يا كوم خاص صوبې نه بلكې  د ټول پاكستان او د 26 كروړه اولس متفقه دريځ دے۔ده ووئيل  دا قامي لائحه به په لساني دائرو كښې نه وېشلې  كېږي۔دا پلان د پاكستان رياست بقا٬امن٬استحكام او آئيني تقاضو له مخې جوړ كړے شوے ؤ د كوم جړې چې اسلامي تعليمات او د شريعت مطهره اصولو سره تعلق لري۔

مزید خبریں