پېنډۍ ۔17جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د الشفا ټرسټ آئي روغتون خذمات د ستائنې وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې دا اداره د ګرد هېواد او په خاص توګه د لرې پرتو سيمو مستحقو رنځورانو ته معياري طبي آسانۍ وركولو سره د انسانيت ستر خذمت كوي۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورو …
الشفا ټرسټ مستحقو رنځورانو ته معياري طبي آسانۍ وركولو سره د انسانيت ستر خذمت كوي: فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېنډۍ ۔17جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د الشفا ټرسټ آئي روغتون خذمات د ستائنې وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې دا اداره د ګرد هېواد او په خاص توګه د لرې پرتو سيمو مستحقو رنځورانو ته معياري طبي آسانۍ وركولو سره د انسانيت ستر خذمت كوي۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورو په ورځ د الشفا ټرسټ دورې په مهال وكړه۔ په دې موقع د الشفاء ټرسټ صدر مېجر جنرل (ر) رحمت خان، چیف آف میډیکل سروسز، ډین ډاکټر واجد علی خان، اېډمنسټرېټر برېګېډیئر (ر) ډاکټر خالد یزدانی شاہ او هېډ آف مارکیټنګ اېنډ کمیونیکېشن راجه صبیح شمیم ستی ګورنر او د هغه پلاوي ته هركلې ووې۔ د دورې په مهال ګورنر ته د الشفا ټرسټ لخوا د ادارې د خذماتو ٬ طبي آسانيو او د درملنو بېلو پروګرامونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ګورنر سره د خپل پلاوي د او پي ډي دوره وكړه چرته چې ابتدائي معائنه او تشخيصي ټېسټ كولې شي۔ ګورنر فېصل كريم كنډي د چلډرن آئي روغتون دوره هم وكړه۔ ده ته ووئيلې شوو چې دا اداره ماشومانو كښې د سترګو بېلو رنځونو درملنو لپاره خصوصي خذمات ترسره كوي۔ ګورنر ووئيل د سترګو رنځونو درملنو او په ماشوموالي كښې د نابينا كېدو مخنيوي لپاره د الشفا ټرسټ كردار زيات مهم دے۔ په دې موقعه په پېښور او ډي آئي خان كښې د الشفا آئي ټرسټ تر اهتمام لاندې د روغتونونو په جوړولو او د خېبر پښتونخوا رنځورانو ته د هلال احمر خېبر پښتونخوا مرستې سره د درملنو آسانۍ وركولو سره په اړوندو چارو هم خبرې وشوې









