کوئټه۔3جون(اے پی پی) د پي پي پي د قومي اسمبلۍ غړي نوابزادہ جمال رئیسانی،صوبائی وزيرانو علی مدد جتک او عاصم کرد ګیلو وئيلي دي چې دښمن پاكستان او بلوچستان ماتول غواړي ٬ننې جنګ په ډيجيټل پلېټ فارم كولے شي، د پاکستان خلاف خاموش جنګ روان دے ، دا هغه جنګ دے كوم چې له بارود زيات د ځوانانو ذهنونو سره كولې شي ، د بلوچستان په نامه د بېلتون …
دښمن پاكستان او بلوچستان ماتول غواړي ، ننې جنګ په ډیجیټل پلېټ فارم كولے شي: د نوابزادہ جمال رئیسانی، علی مدد جتک او عاصم کرد ګیلو خبري كنفرنس

مزید خبریں
کوئټه۔3جون(اے پی پی) د پي پي پي د قومي اسمبلۍ غړي نوابزادہ جمال رئیسانی،صوبائی وزيرانو علی مدد جتک او عاصم کرد ګیلو وئيلي دي چې دښمن پاكستان او بلوچستان ماتول غواړي ٬ننې جنګ په ډيجيټل پلېټ فارم كولے شي، د پاکستان خلاف خاموش جنګ روان دے ، دا هغه جنګ دے كوم چې له بارود زيات د ځوانانو ذهنونو سره كولې شي ، د بلوچستان په نامه د بېلتون خوښۍ سياسي اجازت به وركولې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي ګډ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په كال 2018 كښې چې كله بشیر زېب د کالعدم تنظیم مشري په غاړه واخسته نو حالات نور هم ناوړه شول۔ جنېد د بشیر زېب ښے لاس دے۔ ده ووئيل د زندګي اېپ د لارې دكالعدم تنظيم كارمندان يو بل سره تماس نيسي۔ کالعدم تنظیمونو سنګل اېپ څخه آپرېشنل منصوبه بندی او ډېلټا چیټ سره خفيه بھرتيانې كوي۔ نن دښمن يوازې ګولۍ نه بلكې په سوشل مېډيا ټرېنډ چلوي۔ دوئي ووئيل مونږ نه غواړو چې ځوانانو غرونو ته لاړ شي۔ دوئي ووئيل كالعدم تنظيمونو په جنګ كښې د مېرمنو كارول پېل كړې دي، شهناز بلوچ به د بلوچ ېكجهتي كمېټۍ غونډو كښې ګډون كولو۔ د شهناز بلوچ د باهوټ د لارې كالعدم تنظيم سره رابطه وشوه ، د بلوچ یکجهتی کمېټي بلوچستان مشري ډاکټر صبیحه كوي ، د ډاكټر صبيحه ورور د كالعدم تنظيم برخه دے۔ د بلوچ یکجهتی کمېټۍ کراچی سېل مشري فوزیه شاهوانی كوي۔ ده ووئيل د بلوچستان په نامه به چاله هم د بېلتون خوښي سياست كولو اجازه ورنكړو








