پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) د هنګو ډپټی کمشنر بصیر علي رحمان په مشرۍ كښې د هغه په دفتر كښې د افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه د اعلی كچ مهمه غونډه وشوه۔ د ډپټي کمشنر هنګو دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د ستنېدو عمل په لا ګړندي كولو ٬ منظم او مؤثر جوړولو زور راوړلے شو۔ په …
د هنګو ډپټي كمشنر د افغان كډوالو د ستنېدو عمل د ګړندي كولو سپارښتنه

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) د هنګو ډپټی کمشنر بصیر علي رحمان په مشرۍ كښې د هغه په دفتر كښې د افغان كډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه د اعلی كچ مهمه غونډه وشوه۔ د ډپټي کمشنر هنګو دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د ستنېدو عمل په لا ګړندي كولو ٬ منظم او مؤثر جوړولو زور راوړلے شو۔ په غونډه كښې ایډیشنل ډپټی کمشنر جنرل نصیر خان، اسسټنټ کمشنر، اېډیشنل اسسټنټ کمشنرز، د افغان کمشنرېټ استازي او د نورو اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د افغان كډوالو په عزت سره ٬ بېلو پړاؤنو كښې او په وخت بېرته تللو لپاره د روانو انتظاماتو جاج واغستلے شو۔ ډپټي كمشنر هدایت وكړو چې اړوندې ادارې دې د حكومت پالېسۍ له مخې د افغان كډوالو د بېرته ستنولو عمل ګړندے كړي ٬ دې كښې بايد هېڅ ډول تاخير و نه كړے شي۔ په غونډه كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې ضلعی انتظامیه به ټول ممكنه وسائل كارولو سره د ستنېدو عمل د ټاكلي فرېم ورك له مخې بشپړ كړي۔








