اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د چين ګلوبل ګورننس انسټي ټيوټ او كنګ شي اوورسيز بزنس اينډ انويسټمنټ آرګنائزېشن نمائنده پلاوي ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا او چين ترمينځه د سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې ودې په بيلو اړخونو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د پاكستان او چين اكنامك اينډ كلچرل كونسل(پي سي اي سي سي) صدر …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د چين ګلوبل ګورننس انسټي ټيوټ او كنګ شي اوورسيز بزنس اينډ انويسټمنټ آرګنائزېشن نمائنده پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د چين ګلوبل ګورننس انسټي ټيوټ او كنګ شي اوورسيز بزنس اينډ انويسټمنټ آرګنائزېشن نمائنده پلاوي ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا او چين ترمينځه د سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې ودې په بيلو اړخونو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د پاكستان او چين اكنامك اينډ كلچرل كونسل(پي سي اي سي سي) صدر بايزيد كاكړ هم ګډون وكړو۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ په موقعو او په خاص توګه معدنيات٬سېلګرۍ٬د تجديد وړ توان او نورو څانګو كښې په مرسته خبرې اترې وشوې۔د چين پلاوي د صوبے قدرتي وسائلو٬جغرافيائي اهميت او سرمايه كارۍ په پراخه صلاحيتونو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پاكستان او چين ترمينځه پخوانۍ او آزمائېلې شوې ملګرتيا د دواړو هېوادونو قيمتي اثاثه وګرځوله۔ده د پاكستان اقتصادي پرمختګ كښې د چين پرله پسې مرسته ستئاېلو سره د منطقې خوشحالۍ لپاره د چين ادارو او سرمايه كارو كردار ستائنه وكړه۔








