د نواز شريف په ګلګت كښې اولسي غونډي ته وېنا، د پرمختيائي منصوبو نه بشپړولو ذمه وار ئې پخواني حکومتونه وګرځول

  ګلګت 02 جون (اے پي پي) د پاكستان پخواني وزيراعظم او پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر مياں نواز شريف ګلګت كښې اولسي اجتماع ته وېنا كښې ووئيل ګلګت بلتستان سره د زړه له كومي مينه لرم او دا سيمه مو پرمختګ كوونكې جوړول غوښتل خو دلته كار كولو ته نه يو پريښودلې شوې، ده ووئيل تھاکوټ نه تر ګلګت بلتستان سړك ولي نه دې بشپړ شوې او سيمه ولي …

 

ګلګت 02 جون (اے پي پي) د پاكستان پخواني وزيراعظم او پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر مياں نواز شريف ګلګت كښې اولسي اجتماع ته وېنا كښې ووئيل ګلګت بلتستان سره د زړه له كومي مينه لرم او دا سيمه مو پرمختګ كوونكې جوړول غوښتل خو دلته كار كولو ته نه يو پريښودلې شوې، ده ووئيل تھاکوټ نه تر ګلګت بلتستان سړك ولي نه دې بشپړ شوې او سيمه ولي دومره نظر انداز كړې شوې،ده ووئيل زما په دور كښې د ګلګت سکردو په ستره لاره د 50 اربه روپو لګښت سره منصوبه پيل شوې،په ټول هېواد كښې د موټر وېز جال خپور شوې او د لوډشېډنګ خاتمې لپاره اقدامات شوي، ده ووئيل لواري ټنل بشپر شوې او ديامر بھاشا ډيم لپاره 100 اربه روپۍ بېلي شوې خو دا منصوبه تر اوسه نه ده بشپړ شوي د دې ذمه واري د  پخوانې حکومتونو لاپرواهي ده،ده ووئيل هائيډل منصوبې هم پيل شوې خو هغه هم نه دي بشپړ شوې۔ده ګلګت كښې د زړونو روغتون پيل كول مهم اقدام ګرځولو سره په دې مريم نواز له شاباشې وركړو۔ده ووئيل مانسهره نه تر ګلګت موټر وے جوړه شوے ، د خنجراب سړك ښه والي سره به پاك چين تجارت نور زيات شي، ګلګت بلتستان كښې بې روزګاره ځوانانو لپاره د سود نه پاكې قرضې او كورونو جوړولو لپاره آساني قرضې به وركولې شي۔ليپ ټاپ اسکيم به زياتولې شي او ټولو هنر مندو او مستحقو زدكونكو له به ليپ ټاپ وركولې شي۔ميرمنو لپاره د جلا پوهنتون په جوړولو به غور كولې شي۔ده ووئيل د ګلګت استور سترې لارې اپ ګرېډېشن به جاج اخستلې شي۔د ټول هېواد په شان ګلګت بلتستان كښې به هم اليکټرك بسونه چلولې شي او هڅه به كولې شي چې د کېنسر رنځورانو درملنې په ځائې كچه ممكن كړې شي