پېښور ۔ 02 جون (اے پی پی) د متنو تھاڼې د حد دننه پاسني سيمه كښې د فتنة الخوارج په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلكار حمزه د جنازې لمونځ ملک سعد شھید پولیس لائن پېښور كښې بشپړ سركاري درناوي سره ادا كړې شو۔ د كېپټل سټي پوليس پېښور له مخې د جنازې لمونځ كښې د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حمید، سی سی پی او پېښور ډاکټر …
پېښور ، د فتنة الخوارج په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلكار حمزه د جنازې لمونځ سركاري درناوي سره ادا كړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 02 جون (اے پی پی) د متنو تھاڼې د حد دننه پاسني سيمه كښې د فتنة الخوارج په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلكار حمزه د جنازې لمونځ ملک سعد شھید پولیس لائن پېښور كښې بشپړ سركاري درناوي سره ادا كړې شو۔ د كېپټل سټي پوليس پېښور له مخې د جنازې لمونځ كښې د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حمید، سی سی پی او پېښور ډاکټر میاں سعید احمد، کمانډر 102 برېګېډ، چیف ټرېفک آفیسر ډاکټر زاهد ، اېس اېس پی آپرېشنز فرحان خان، اېس اېس پی کوآرډی نېشن عرفان عامر ، اېس پی هېډکوارټرز علی ګوهر ، د شهيد خپلوانو ، پولیس افسرانو او ځوانانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د پوليس يوې چمتو ډلې شهيد ته سلامي وړاندې كړه او د پوليس او پاك پوځ اعلی چارواكو په شهيد ګلونه وشيندل او هغه لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔ په دې موقع آئي جي او سی سی پی او پېښور د شهيد خپلوانو سره غمرازي كولو سره ووئيل د شهيد وينه به بې ځايه نه ځي۔ دوئي ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د اولس د ځان او مال تحفظ له ځانګړې قربانۍ وركوي او د شهيدانو قربانۍ به تل يادې ساتلې شي








