د خېبرپښتونخوا ګورنر د آزاد كشمير وزيراعظم سره ملاقات وكړو

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فېصل ممتاز راټهور سره ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا او آزاد كشمير ترمينځه د تړون په لا قوي كولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو لارښودو …

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فېصل ممتاز راټهور سره ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا او آزاد كشمير ترمينځه د تړون په لا قوي كولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو لارښودو په ملاقات كښې په  سيمه ايز پرمختګ٬ سېلګرۍ او اقتصادي مرستې ته په وده وركولو خبرې اترې وكړې۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر او د آزاد كشمير وزيراعظم په قومي مسئلو د ګډ دريځ لرلو عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه د كار كولو عزم پخلې هم د آزاد كشمير وزيراعظم د خېبرپښتونخوا ګورنر ته د آزاد كشمير دورې بلنه وركړه