اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د ایټالیا صدر سرجیو ميتاریلا او د ایټالیا اولس ته د جمهوریت ورځې مبارکي ویلو سره باور څرګند کړے چې د پاکستان او ایټالیا ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې به په راتلونکو کلونو کې نورې هم پراختیا ومومي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مبارکۍ خپل پیغام کښې وویل چې پاکستان د ایټالیا سره …
صدر مملكت آصف علي زرداري د ایټالیا مشرتابه ته د جمهوریت ورځې مبارکي ورکړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د ایټالیا صدر سرجیو ميتاریلا او د ایټالیا اولس ته د جمهوریت ورځې مبارکي ویلو سره باور څرګند کړے چې د پاکستان او ایټالیا ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې به په راتلونکو کلونو کې نورې هم پراختیا ومومي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مبارکۍ خپل پیغام کښې وویل چې پاکستان د ایټالیا سره خپلو اوږد مهاله دوستانه اړیکو ته ډیر اهميت وركوي کومې چې په متقابل باور، همکارۍ او د سولې او سوکالۍ په ګډ عزم اډانه لري۔ هغه باور څرګند کړو چې دا دوه اړخیزه اړیکې به په راتلونکو کلونو کښې نورې هم پراختیا ومومي. صدر مملكت آصف علي زرداري وویل چې پاکستان اروپایي ائتلاف سره خپلې اړیکې هم مهمې ګڼي او د نړیوالې همکارۍ، خبرو اترو او د سولې او ثبات ودې لپاره په اروپایي ائتلاف كښې د اېټالیا د رغنده رول ستاینه کوي۔ هغه د شريكې خوښې په څانګو كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف اړيكې لا مستحكمولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔








