اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په بلنه د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او د سلامتي پاليسۍ اعلیٰ نمائنده او د اروپائي كمېسن نائب صدر کاجا کالاس د ګل په ورځ د پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ اتمې غونډې مشتركه صدارت لپاره د اسلام آباد دوره وكړه٬ دا ډائيلاګ د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو د ټولو اړخونو جاج …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بلنه د اروپائي كمېشن نائب صدر کاجا کالاس د پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ اتمې غونډې شريكې مشرۍ لپاره د اسلام آباد دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په بلنه د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او د سلامتي پاليسۍ اعلیٰ نمائنده او د اروپائي كمېسن نائب صدر کاجا کالاس د ګل په ورځ د پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ اتمې غونډې مشتركه صدارت لپاره د اسلام آباد دوره وكړه٬ دا ډائيلاګ د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستو، د ستراتېژك انګيجمنټ پلان له مخې د شوي پېشرفت اندازه لګولو او دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د راتلونكې لائحې پرېكړه كولو موقع وركوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په وزارت كښې د پلاويو په كچه د تفصيلي مذاکراتو په مهال دواړو ډلو د خپلې ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ لا قوي كولو عزم پخلې وكړو۔ دواړو مشرانو د پاکستان-اروپائي ائتلاف مائيګرېشن اينډ موبېلېټي ډائيلاګ له مخې د جاري مرستې هم جاج واخست٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير او د اروپائي ائتلاف اعلیٰ نمائنده د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم تفصيلي خبرې وكړې٬ نائب وزيراعظم د سيمه ايز امن او استحکام وده كښې د پاکستان په ګټور او په سهولت كار كردار رڼا واچوله٬ اروپائي ائتلاف د پاکستان د ثالثۍ هڅو ستائنه كولو سره د دې د قدر دانۍ پخلې وكړو۔ د پاكستان دورې په مهال کاجا کالاس وزيراعظم شهباز شريف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره هم ملاقات وكړو٬ په دې ملاقاتونو كښې د دواړو اړخونو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه، په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه او د لوړې كچې د رابطو د تسلسل په اهميت زور راوړلې شو۔ د اروپائي ائتلاف اعليٰ نمائنده دا دوره د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه شراکت داري لا قوي كولو كښې اهم كردار لوبولې او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرسته لا قوي كولو لپاره ئې موقع رامخې ته كړې٬ دواړو ډلو سلا وكړه چې د پاکستان-اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ نهمه غونډه به راتلونكي كال كښې په برسلز كښې كولې شي۔






