د وزيراعظم اېف بي آر ته تر 15 جون د ټېکس ريفنډ ټولو ځنډولې شوو كېسونو ترسره كولو امر ، پرله پسې خوارۍ سره معيشت استحکام موندلې٬ په تندۍ سره معاشي پرمختګ لپاره به هڅې روانې ساتو: وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اېف بي آر ته تر 15 جون د ټېکس ريفنډ ټولو زېر التوا كېسونو ترسره كولو امر كولو سره ويلي چې پرله پسې خوارۍ سره معيشت استحکام موندلې٬ په تندۍ سره د معاشي پرمختګ لپاره هڅې به روانې ساتو٬ صنعتي پرمختګ او پېداوار زياتولو لپاره به په راتلونكي بجټ كښې نور اقدامات كوٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …

 

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اېف بي آر ته تر 15 جون د ټېکس ريفنډ ټولو زېر التوا كېسونو ترسره كولو امر كولو سره ويلي چې پرله پسې خوارۍ سره معيشت استحکام موندلې٬ په تندۍ سره د معاشي پرمختګ لپاره هڅې به روانې ساتو٬ صنعتي پرمختګ او پېداوار زياتولو لپاره به په راتلونكي بجټ كښې نور اقدامات كوٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ګرد هېواد د چيمبر آف کامرس اېنډ انډسټري د اعلیٰ قيادت پلاوي د ګل په ورځ ليدلي ٬ پلاوي وزيراعظم ته راتلونكي بجټ او د هېواد مجموعي معاشي پرمختګ په اړه تجويزونه وړاندې كړل٬ پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پرله پسې خوارۍ سره معيشت استحکام موندلې٬ په تندۍ سره د معاشي پرمختګ لپاره هڅې به جاري ساتو٬ صنعتي پرمختګ او پېداوار زياتولو لپاره به په راتلونكي بجټ كښې نور اقدامات كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف اېف بي آر ته تر 15 جون د ټيکس ريفنډ ټولو زير التوا كېسونو ترسره كولو امر كولو سره ووئيل چې په برامداتو اډانه معاشي پرمختګ زمونږ مشن دے او اجتماعي هلو ځلو سره به د دې مشن بشپړتيا باوري كوٶ۔ ده ووئيل چې په پاليسي رېټ كښې د اوسنۍ اضافې باوجود د اېکسپورټ ري فائنانس سکيم شرح به تر جون كال 2027 په 4.5 فيصده برقرار وي، د برآمدكوٶنكو سهولت لپاره د بېنكونو دا پرېكړه د ستائنې وړ ده۔ وزيراعظم د کاروباري ورورولۍ سهولت لپاره پاکستان ريونيو آټوميشن لميټډ (پرال) مرکزي دفتر کراچۍ ته د منتقل كولو امر وكړو۔ ده بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو او كاروباري ورورولۍ په خواست په ګجرات كښې د پاسپورټ دفتر پرانستلو امر هم وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د اېس اېم اي سېکټر پرمختګ لپاره اصلاحات او سهولتونه وركول زمونږ د معاشي اېجنډے اهمه برخه ده۔ ده زور راوړو چې د پاکستان سرمايه کار دې د جوائنټ وينچرز د لارې د الېکټرك وهيکلز ځائي پېداوار ته وده وركړي۔ د پلاوي غړو د وزيراعظم، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د خليج په كړكېچنه وضعه كښې امن ته د ودې وركولو د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې ګرد هېواد كښې کاروباري ورورلي د پاکستان معاشي پرمختګ او په روزګار كښې اضافې لپاره حكومت سره ولاړه ده۔ پلاوي د پسمانده او مېنځنۍ طبقې لپاره د “وزيراعظم اپنا ګھر پروگرام” له مخې په آسان شرطونو د قرض سكيم د اجراء هركلے وكړو۔ پلاوي د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ په بورډ كښې اصلاحات، د پي ائي اے د کاميابې نجکارۍ، د اېف بي آر ډېجيټائزېشن او اي-انوائسنګ په څېر په اقداماتو د وزيراعظم مننه وكړه۔ د پلاوي غړو ووئيل د ګرے اکانومي ډيجيټائزيشن او د نورو اصلاحاتو د لارې د فارمل اکانومي د كار په دائره كښې راوستلو لپاره به کاروباري ورورولي د حكومت سره بشپړه مرسته كوي۔ په مشاورتي غونډه كښې د ايف پي سي سي آئي، کراچۍ، لاهور، پېنډي، اسلام آباد، سرحد، کوئټه، ګجرات، ګجرانواله او د سيالکوټ چيمبرز صدورو پشمول اعليٰ قيادت شامل ٶ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين ، محمد اورنګزيب، عطاء تارړ، علي پرويز ملك، اويس احمد خان لغاري، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد، د اېف بي آر چيئرمېن او اعليٰ سرکاري چارواكو هم ګډون كولو۔