کوئټه۔ 01 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او ترقيات صوبائي وزير میر ظهور احمد بلیدی وئيلي دي چې د حلقه پی بی 25 کولواہ اولس سره كړې لوظونه تندي سره عملي كولې شي او زده كړو ته وده د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل كړې شوې ده ٬ د ترهګرۍ چېلنج په شا بهرنۍ لاسه وهنه او ځينې داخلي عوامل خپله دنده كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه …
د منصوبه بندۍ او ترقيات صوبائي وزير مير ظهور احمد بليدي اے پي پي سره خبرې

مزید خبریں
کوئټه۔ 01 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او ترقيات صوبائي وزير میر ظهور احمد بلیدی وئيلي دي چې د حلقه پی بی 25 کولواہ اولس سره كړې لوظونه تندي سره عملي كولې شي او زده كړو ته وده د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل كړې شوې ده ٬ د ترهګرۍ چېلنج په شا بهرنۍ لاسه وهنه او ځينې داخلي عوامل خپله دنده كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د حلقې هر يو كوچني ته د معياري تعليم او عصري آسانيو وركول به باوري كولې شي دغسې چې نوې كول عصري غوښتنو سره هم آهنګ كړې شي او هغوي اعتماد سره خپل روښانه سباؤن جوړ كړے شي۔ صوبائي وزير د مخالفې ډلې لارښود محمود خان اچکزئی څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې روايتي سياست څخه پرته د خپلې منصب د غوښتنو له مخې د قامي لارښود كردار ترسره كړي او د بلوچ او پښتون قام په شمول د ټولو هېواد د اولس مؤثره نمائندګي كولو سره دې قامي يووالي او استحكام ته وده وركړي






