اولس له د سفر خوندي او غوره  آسانۍ وركول د پاكستان رېلوېز لومړۍ ترجيح ده: حنيف عباسي

  اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئېلي دي چې اولس له د سفر خوندي او غوره آسانۍ وركول د پاكستان رېلوېز لومړۍ ترجيح ده او رېلوے نظام عصري ٬ مؤثر جوړولو او دا د اولسي ضرورتونو له مخې كولو له به ټول ممكنه وسائل كارولې شي۔ د رېلوے وزارت ميډيا آفس له مخې د وفاقي وزير په مشرۍ كښې پاكستان رېلوېز كښې …

 

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئېلي دي چې اولس له د سفر خوندي او غوره آسانۍ وركول د پاكستان رېلوېز لومړۍ ترجيح ده او رېلوے نظام عصري ٬ مؤثر جوړولو او دا د اولسي ضرورتونو له مخې كولو له به ټول ممكنه وسائل كارولې شي۔ د رېلوے وزارت ميډيا آفس له مخې د وفاقي وزير په مشرۍ كښې پاكستان رېلوېز كښې يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د رېلوے آپرېشنز ٬ روانو اصلاحاتي اقداماتو او د ادارې د مجموعي كاركردګۍ بشپړ جاج واغستے شو۔ وفاقي وزير اړوند افسرانو ته هدايت وكړو چې په روانو پروژو د روان كار رفتار دې تند كړے شي او هدفونه دې په ټاكلي وخت كښې ترلاسه كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د رېلوے نظام عصري او مؤثر جوړولو او دا د اولسي ضروتونو له مخې كولو له به ټول ممكنه وسائل كارولې شي۔