اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد د ګل په ورځ د بي آئي ايس پي زونل آفس سكردو دوره وكړه چرته چې عملې هغې ته هركلې ووې۔ په دې موقع دې مېرمنو بېنفشريز سره ملاقات وكړو٬ د هغوي مسئلې يۍ وارېدلې او باور يۍ وركړې چې هغه به په ترجيحي بنيادنو حل كړې شي۔ دې د زونل آفس معائنه وكړه …
د سينيټر روبينه خالد د بي آئي ايس پي زونل آفس سكردو دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد د ګل په ورځ د بي آئي ايس پي زونل آفس سكردو دوره وكړه چرته چې عملې هغې ته هركلې ووې۔ په دې موقع دې مېرمنو بېنفشريز سره ملاقات وكړو٬ د هغوي مسئلې يۍ وارېدلې او باور يۍ وركړې چې هغه به په ترجيحي بنيادنو حل كړې شي۔ دې د زونل آفس معائنه وكړه او مېرمنو د وظيفې ترسره كولو په مهال د رامخې ته كېدونكو ستونزو جاج يۍ واخست۔ بېنېفشريز سره خبرو كښې سېنېټر روبينه خالد ووئيل چې د پاكستان صدر په خاص هدايات او د وزيراعظم وژن له مخې د ادائيګو نظام ډيجيټل موبائل والټس پلو منتقل كولې شي دغسې چې سپيځلې٬آسانۍ او مالي شموليت ته وده وركړې شي۔دې ووئيل چې د دې مقصد له مخې به مستحق ميرمنو ته وړيا موبائل سمز وركولې شي دغسې چې هغوي خپل ډيجيټل اكاؤنټس پرانځي او راتلونكې ادائيګۍ نيغ په نيغه وصول كړي۔چيئرپرسن ميرمنو ته خواست وكړو چې هغوي دې 15 جون څخه وړاندې خپل وړيا موبائل سم ترلاسه كړي دغسې چې د ادائيګۍ په عمل كښې ستونزې رامخې ته نه شي۔دې ووئيل چې بي آئي ايس پي ميرمنو ته په عزت٬محفوظ او سپيځلې انداز كښې مالي مرستې وركولو لپاره جديد او موثر نظام معارفي كوي۔






