اسلام آباد۔1جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د چين اکېډمی آف اېګریکلچرل سائنسز او پاکستان اېګریکلچرل ریسرچ کونسل (پي اے آر سي) ترمينځه د همكارۍ عملي كولو هدايت كولو سره ويلي دي چې د زرعی تحقیق، عصري ټېكنالوجۍ او پاک-چین شريكو منصوبو د لارې پاكستان په زرعي څانګه كښې انقلابي بدلون راوستلے شي۔ د چين اوسنۍ دورې په مهال شوي پاکستان-چین بزنس ټو بزنس کنفرنس كښې په شوو …
د وزيراعظم شهباز شريف د چين اکېډمی آف اېګریکلچرل سائنسز او پاکستان اېګریکلچرل ریسرچ کونسل ترمينځه د همكارۍ عملي كولو هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد۔1جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د چين اکېډمی آف اېګریکلچرل سائنسز او پاکستان اېګریکلچرل ریسرچ کونسل (پي اے آر سي) ترمينځه د همكارۍ عملي كولو هدايت كولو سره ويلي دي چې د زرعی تحقیق، عصري ټېكنالوجۍ او پاک-چین شريكو منصوبو د لارې پاكستان په زرعي څانګه كښې انقلابي بدلون راوستلے شي۔ د چين اوسنۍ دورې په مهال شوي پاکستان-چین بزنس ټو بزنس کنفرنس كښې په شوو پرېكړو د پېشرفت جاج اغستلو له خپله مشرۍ كښې رابللې شوې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د پاکستان او چین نجی څانګې ترمينځه كاروباري رابطو كښې زياتوالې د دواړو هېوادو د اقتصادي همكارۍ نوي دور پېل دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چین سره صنعتي٬ زرعي او تكنيكي همكاري ته وده وركولو سره به د پاكستان برآمدات زيات او د روزګار نوې موقعې رامخې ته شي۔ ده په هانګژو ټو بی كنفرنس كښې د شوې مفاهمي يادښتونو په په لوظنامونو او شريكو منصوبو كښې د بدلولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د پېشرفت جاج اغستلو له د كېدونكو مياشتنيزو غونډې مشري به زه خپله كوم۔ ده هدايت وكړو چې د چين اکېډمی آف اېګریکلچرل سائنسز او پاکستان اېګریکلچرل ریسرچ کونسل ترمينځه د همكاري دې عملي كړې شي۔ ده ووئيل د زرعی تحقیق، عصري ټېكنالوجۍ او پاک-چین شريكو منصوبو د لارې پاكستان په زرعي څانګه كښې انقلابي بدلون راوستلے شي۔ وزیراعظم ته بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په هانګژو په 24 مئی شوي پاکستان-چین بی ټو بی کنفرنس 123 پاکستانی او 436 چینی شركتونو ګډون وكړو۔ كنفرنس كښې نزدې د 7.54 ارب ډالر مالیت 207 مفاهمتی يادښتونه لاس ليك كړی شول۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو رانا تنویر حسین، احد خان چیمه، احسن اقبال ، شزا فاطمه خواجه او نورو اړوندو اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو






