اسلام آباد۔1جون(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د قامي روغتيا وزارت كښې د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روغتيا وفاقي سېكرټري ، اېډیشنل سېکرټری، سی ای او ډرېپ، سی ای او نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ (اېن آئی اېچ) او د روغتيا وزارت نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په جنېوا كښې د شوې ورلډ هېلتھ اسمبلۍ په شوو …
د روغتيا وفاقي وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه ، د وېكسين جوړولو كار ګړندي كولو هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد۔1جون(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د قامي روغتيا وزارت كښې د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روغتيا وفاقي سېكرټري ، اېډیشنل سېکرټری، سی ای او ډرېپ، سی ای او نېشنل انسټیټیوټ آف هېلتھ (اېن آئی اېچ) او د روغتيا وزارت نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په جنېوا كښې د شوې ورلډ هېلتھ اسمبلۍ په شوو مهمو ملاقاتونو ٬ پرېكړو و نړيوالو همكارو د عملدرآمد حوالې سره د شوي پېشرفت جاج واغستے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير مصطفیٰ کمال هدايت وكړو چې په نړيواله كچه شولو لوظونو او شراكتدارو ته دې په وخت او مؤثر ډول عملي شكل وركړے شي دغسې چې د پاكستان د روغتيا څنګې ته زياته ګټه ورسولې شي۔ په غونډه كښې په پاكستان كښې د وېكسين په مقامي كچه د تيارولو حوالې په روان پېشرفت هم غور وكړے شو۔ ده ووئيل وېكسين په مقامي كچه تيارولو له انډونيشيا د پاكستان يو مهم او د باور وړ همكار دے۔ ده اېن آئي اېچ ته هدايت وكړو چې د وېكسين تيارولو عمل ګړندې كړي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د روغتيا وزارت به د اولس خېر ښېګړې اود روغتيا څانګه كښې تلپاتي اصلاحات لپاره ټول ممكنه وسائل كاروي۔






