الېکشن کمېشن څخه اجازت نامه جاري، د مسلم ليګ ن  قائد نواز شريف به انتخابي جلسې ته وېنا لپاره ګلګت بلتستان ته ځي

  ګلګت 01 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان الېکشن کمېشن د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف ته د ګلګت بلتستان دورې لپاره په رسمي توګه اېن او سي جاري كړې ده٬ د جاري مراسلې له مخې نواز شريف به د كال 2026 ټولټاكنو د انتخابي كمپائن په لړ كښې د ګلګت بلتستان دوره كوي او په بېلو سياسي هلو ځلو كښې به برخه اخلي٬ الېکشن کمېشن …

 

ګلګت 01 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان الېکشن کمېشن د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف ته د ګلګت بلتستان دورې لپاره په رسمي توګه اېن او سي جاري كړې ده٬ د جاري مراسلې له مخې نواز شريف به د كال 2026 ټولټاكنو د انتخابي كمپائن په لړ كښې د ګلګت بلتستان دوره كوي او په بېلو سياسي هلو ځلو كښې به برخه اخلي٬ الېکشن کمېشن واضحه كړې ده چې دا دوره به د الېکشن اېکټ 2017، اړوند انتخابي قوانينو او د كال 2026 ټولټانكو د ضابطه اخلاق بشپړه پابندۍ سره مشروط وي٬ ګلګت بلتستان كښې د ټاكنو له مخې سياسي هڅې بام ته رسېدلې دي او د بېلو سياسي ګوندونو مركزي مشران انتخابي كمپائن چلوي٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او آصفه بھټو زرداري بلتستان ډويژن ته رسېدلې دي چرته چې به دوي بېلو سياسي جلسو او لاريونونو ته وېنا هم كوي۔ بلخوا د پاکستان مسلم ليګ (ن) سينئر لارښود خواجه سعد رفيق، عابد رضا کوټله او  سردار شاه جهان يوسف د وړاندې نه ګلګت بلتستان ته رسېدلي دي او په انتخابي كمپائن كښې هڅې كوي٬ د سياسي مبصرينو له مخې په وفاقي كچه د سياسي مشرانو راتګ سره په ګلګت بلتستان كښې انتخابي ماحول كښې د ګرما ګرمۍ پېدا كېدو امكان دے، او بېل سياسي ګوندونه د ووټرانو ملاتړ ترلاسه كولو لپاره خپل مهمات ګړندي كوي۔