اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د 26 څخه تر 28 مئي د بيجنګ نه د نيويارك دوره كوي ۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په نيويارک كښې به سينيټر محمد اسحاق ډار په 26 مئي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اوپن مباحثه كښې ګډون كوي چې سرخط ئې …
نائب وزيراعظم به د 26 څخه تر 28 مئي د بيجنګ نه د نيويارك دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د 26 څخه تر 28 مئي د بيجنګ نه د نيويارك دوره كوي ۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په نيويارک كښې به سينيټر محمد اسحاق ډار په 26 مئي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اوپن مباحثه كښې ګډون كوي چې سرخط ئې د “نړيوال امن او سلامتيا تحفظ: د ملګرو ملتونو د منشور٬ مقاصد او د اصولو پالنه او په ملګرو ملتونو اډانه نړيوال نظام مضبوطول” دے٬ كومه چې د چين لخوا تابيا كېږي او د دې مشري به د چين خارجه وزير وانګ ژي كوي۔ پاکستان په وخت د چين لخوا د دې اقدام هركلے كوي كوم چې ګڼ اړخيزه نظام مضبوطولو او د موجوده پيچلو نړيوالو چېلنجز مخه نيولو لپاره د ملګرو ملتونو مركزي كردار په ځاے ساتلو اهميت رامخې ته كوي ٬ په 28 مئي به نائب وزيراعظم و خارجه وزير د “ګروپ آف فرينډز آن ګلوبل ګورننس” په غونډه كښې هم ګډون ك وي كومه چې “عالمي نظم و نسق كښې اصلاحات او بهتري: د نړيوال چېلنجز مخه نيوي لپاره په مشترکه توګه د كار كولو” په موضوع كېږي٬ د دورې په مهال به اسحاق ډار د خپل همڅنګ خارجه وزيرانو نه علاوه د ملګرو ملتونو اعليٰ چارواكو سره هم دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي٬ پاکستان د ګڼ اړخيزه نظام يو مضبوط او ثابت قدم پلوي دے او نړيوال امن، سلامتيا او ترقۍ لپاره په اجتماعي هلو ځلو كښې ګټور كردار لوبولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دے۔










