صوبه د خپلو معدنی و قدرتي وسائلو له امله په تندۍ سره  نړيوالو  سرمايه كارو لپاره د  مرکز به حېث رامخې ته كېږي  ٬ د بلوچستان ګورنر

  کوئټه۔ 25 مئی (اے پي پي )د  بلوچستان ګونر جعفرخان مندوخیل وئېلي دي  بلوچستان د خپلو معدني او  قدرتي وسائلو له امله  په بيړه  د ټولو  قامي اور ڼريوالو سرمایه کارو لپاره د يو مرکز په حېث رامخې ته كېږي  ۔ هغه د چین هنان ولايت دورې په موقع دستورې ته خطاب كښې ووئېل د بلوچستان صوبه  كر كيله، ماهي ګیري، لائیو سټاک، ھائیر ایجوکیشن او د  آرټیفیشل انټیلې …

 

کوئټه۔ 25 مئی (اے پي پي )د  بلوچستان ګونر جعفرخان مندوخیل وئېلي دي  بلوچستان د خپلو معدني او  قدرتي وسائلو له امله  په بيړه  د ټولو  قامي اور ڼريوالو سرمایه کارو لپاره د يو مرکز په حېث رامخې ته كېږي  ۔ هغه د چین هنان ولايت دورې په موقع دستورې ته خطاب كښې ووئېل د بلوچستان صوبه  كر كيله، ماهي ګیري، لائیو سټاک، ھائیر ایجوکیشن او د  آرټیفیشل انټیلې جنس كښې سرمایه کارۍ لپاره مواقعې  وركوي ۔ مونږ د نړۍ  سرمایه کارو ته د شته  موقعو څخه د ګټې پورته كولو  د نوو امکاناتو لټولو بلنه وركوو ۔ ستاسو سرمایه کارۍ سره به نه يوازې سرمایه كښې   اضافه اوشي  بلکې  مقامي   معیشت ته وده ومومي  ٬ ده ووئېل  د حوانانو لباره د روزګار  موقعې به پیدا كېږي او دې سره به د اولس  د ژوند   معیار ښه كېږي ۔   دستوره كښې  اړوندو چارواكو د بلوچستان ګورنر ته هنان ولايت كښې د زياتېدونكې تجدید وړ توانائ به څانګه، جدید ټیکنالوجي او د  مرستې په ممکنه څانګو په اړه بریفنګ وركړو ۔د دې نه وړاندې  د پخواني  وزیراعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ او د  وزیر اعلیٰ بلوچستان فوکل پرسن بایزید خان کاسي هم  خطاب وكړو ۔دستوره كښې  د چین د اړخه ممبر آف سټینډنګ کمټي کمیونسټ پارټي آف چائنا او د  هنان ولايت  ایګزیکټو وائس ګورنر ژانګ من د هنان د خارجه چارو ډائریکټر جنرل لیانګ د هنان د جیولوجیکل بیورو  ډائریکټر جنرل شی ینګ جون د  هنان ولايت  ډویلپمنټ اینډ د اصلاحي کمیشن ډپټي ډائریکټروان ژان ویئي  ، د هنان د ایجوکیشن ډیپارټمنټ ډپټي ډائریکټریانګ ګوانګ،د هنان ولايت د  کامرس ډیپارټمنټ ډپټي ډائریکټر سونګ یوژہی موجود وو