د حج مناسك پيل شول، حج كوونكي په پاكه خاوره د پاکستان سفيران دي،بايد په قوانين په سختۍ سره عمل وكړي۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف

  اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي حج مناسك پيل شوي، حج كوونكي په پاكه خاوره د پاکستان سفيران دي،بايد په قوانين په سختۍ سره عمل وكړي، په خپلو ښو اخلاقو د هېواد مثبت تشخص مخ په وړاندې بوځي۔ ده د مناسك ِ حج په رسمي توګه پيل كيدو په موقع د پاکستان حج كونكو په نوم خپل خاص …

 

اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي حج مناسك پيل شوي، حج كوونكي په پاكه خاوره د پاکستان سفيران دي،بايد په قوانين په سختۍ سره عمل وكړي، په خپلو ښو اخلاقو د هېواد مثبت تشخص مخ په وړاندې بوځي۔ ده د مناسك ِ حج په رسمي توګه پيل كيدو په موقع د پاکستان حج كونكو په نوم خپل خاص پيغام كښې ووئيل حج كونكو له د دې عظيم سعادت مبارکي وركوم او د هېواد امن او سلامتيا لپاره د خاص دعاګانو خواست كوم۔وفاقي وزير ووئيل حج يواځې يو عبادت نه بلكه د نظم و ضبط، صبر او نړيوالي ورورولۍ تر ټولو لويه څرګندونه ده۔ده خدام الحجاج ،مکتب ناظمين ته مخاطب کيدو سره ووئيل ميدانِ عرفات، مزدلفه او منیٰ كښې ګڼي او زياتي ګرمۍ په مهال د صبر څخه كار واخلئ۔ده حج كونكو ته تاكيد وكړو چې د مذهبي چارو وزارت جوړ شوو ډلو په سپارښتنه د خپل صحت او اوبو د استعمال خاص خيال وساتي۔سردار محمد يوسف په ښه سفارتي او انتظامي مرسته د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د سعودي د حج و عمره وزارت اقدامات هم وستائيل۔

مزید خبریں