د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل خان آفريدي په کوئټه كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

  پېښور 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل خان آفريدي په چمن پھاټك  کوئټه كښې د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كړي ده۔د وزيراعلي سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعلیٰ په بريد كښې د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ دا ناوړه پېښه د انسانيت په ضد جرم دے٬ بے ګناه وګړي په نښه …

 

پېښور 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل خان آفريدي په چمن پھاټك  کوئټه كښې د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كړي ده۔د وزيراعلي سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعلیٰ په بريد كښې د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ دا ناوړه پېښه د انسانيت په ضد جرم دے٬ بے ګناه وګړي په نښه كول ښكاره سفاکيت او امن دښمنه عناصرو ناکامه سوچ عکاسي کوي۔ وزيراعلیٰ د شهيدانو لوړو درجو او د غمجنو كورنيو زغم او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔ده ووئيل ترهه ګر د كومي يوې صوبے يا سيمي نه بلکه د هېواد شريك چيلنج دے او د دې ناسور بشپړه ختمولو لپاره كوټلي،شريك او اوږدې مودې تګلاري ته اړتيا ده۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت او اولس په دې پېښه د بلوچستان اولس په غم كښې شريك دي۔