پېښور 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي كوئټه كښې په چمن ريلوے پھاټك د شوې ځانمرګي بريد غندنی كولو سره په دې كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ګورنر ووئيل بزدله ترهه ګر بے ګناه وګړي په نښه كولو سره د قام حوصلی كمزوري كولې نشي۔ده ووئيل پاكستانيان يو …
د خېبر پښتونخوا ګورنر كوئټه كښې په چمن ريلوے پھاټك د ځانمرګي بريد غندنه وكړه،په شوې قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

مزید خبریں
پېښور 24 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي كوئټه كښې په چمن ريلوے پھاټك د شوې ځانمرګي بريد غندنی كولو سره په دې كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د پبلك ريليشنز آفيسر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ګورنر ووئيل بزدله ترهه ګر بے ګناه وګړي په نښه كولو سره د قام حوصلی كمزوري كولې نشي۔ده ووئيل پاكستانيان يو متحد او پرعزم قام دې او د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام د خپلو وسله والو او قانون نافذ كونكو سره ولاړ دې۔ ده ووئيل امن دښمنه قوتونه يره ترهه خپرولو سره د هېواد استحكام ته زيان رسول غواړي،خو قام به د هغوي ناوړه سازشونه ناكامه كړي۔ګورنر ووئيل دې ډول ناوړه بريدونو سره د قام حوصلے كمزوري كيدې نشي او ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې دے۔ فيصل كريم كنډي په چاؤدنه كښې شهيد شويو كسانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم للپاره دعا اوكړه ۔ ده په دې مهال د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔










