پېښور 20 مئي (اے پي پي) د خېبر ميډيکل يونيورسټي (کے ايم يو) پېښور انسټي ټيوټ آف نرسنګ سائنسز پهتر سېزري لاندې د انټرنيشنل نرسز ډے 2026 په لړ كښې "اختيار لرونكې نرسيز ژوند بچ كوي" د تھيم له مخې دوېم انټرنيشنل نرسنګ ريسرچ کنفرنس 2026 وشو۔ د كے اېم يو وياند له مخې د كنفرنس مقصد په پاکستان كښې د نرسنګ تعليم، تحقيق، جدت او په شواهدو اډانه …
د خیبر میډیکل یونیورسټۍ تر سېوري لاندې د انټرنېشنل نرسنګ ريسرچ دوېم كنفرنس
پېښور 20 مئي (اے پي پي) د خېبر ميډيکل يونيورسټي (کے ايم يو) پېښور انسټي ټيوټ آف نرسنګ سائنسز پهتر سېزري لاندې د انټرنيشنل نرسز ډے 2026 په لړ كښې “اختيار لرونكې نرسيز ژوند بچ كوي” د تھيم له مخې دوېم انټرنيشنل نرسنګ ريسرچ کنفرنس 2026 وشو۔ د كے اېم يو وياند له مخې د كنفرنس مقصد په پاکستان كښې د نرسنګ تعليم، تحقيق، جدت او په شواهدو اډانه طبي طريقو ته وده وركول وو٬ د کنفرنس رسمي پرانسته د كے اېم يو رجسټرار انعام اللہ وزير وكړه او په دې موقع ډائريکټر نرسنګ (كے اېم يو) اختر بانو، پروفيسر ډاکټر دلدار محمد (ډين فيکلټي آف نرسنګ سائنسز)، ايسوسي ايټ پروفيسر ډاکټر نجمه ناز (ډائريکټر انسټي ټيوټ آف نرسنګ سائنسز)، پروفيسر ډاکټر روبينه نازلي (ډين فيکلټي آف بيسك ميډيکل سائنسز)، پروفيسر ډاکټر اورنګزېب خان پرنسپل رحمٰن کالج آف نرسنګ، رحمت علي ډائريکټر نرسنګ اېل آر ايچ، برکت اللہ ډائريکټر نرسنګ اېچ اېم سي هم په دې موقع موجود وو۔ ګډون كوونكو د نظامِ صحت مضبوطولو او د رنځورانو د پالنې معيار بهتر كولو كښې د نرسز په كليدي كردار رڼا واچوله ٬ په دې خبره زور راوړلے شو چې د جديد طبي چيلنجز مخه نيوي لپاره د نرسنګ تعليم او تحقيق ډېر ضروري دے دغسې چې داسې صلاحيت لرونكې هيلتھ کيئر ورک فورس جوړ كړے شي كوم چې په خاص توګه د پاكستان په څېر د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د طبي چيلنجز مقابله وكړے شي







