کوئټه 19 مئي (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) د بلوچستان جنرل سېکرټری او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاہ کاکړ د وزیراعظم شهباز شریف د كوئټې دوره د اهميت وړ ګرځولو سره ويلي چې وفاقي حکومت قامی دفاع، سيمه ايز استحکام او ادارہ جاتي مضبوطیا خپله وړومبۍ ترجيح ګڼي، په معرکه حق كښې د پاکستان کامیابي او د هند د اشتعال انګیزۍ په مقابل كښې د …
د وزیراعظم د كوئټې دوره د اهميت وړ ده، وفاقي حکومت قامی دفاع، سيمه ايز استحکام او ادارہ جاتي مضبوطیا خپله وړومبۍ ترجيح ګڼي: جمال شاہ کاکړ

مزید خبریں
کوئټه 19 مئي (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) د بلوچستان جنرل سېکرټری او د قامي اسمبلۍ غړي جمال شاہ کاکړ د وزیراعظم شهباز شریف د كوئټې دوره د اهميت وړ ګرځولو سره ويلي چې وفاقي حکومت قامی دفاع، سيمه ايز استحکام او ادارہ جاتي مضبوطیا خپله وړومبۍ ترجيح ګڼي، په معرکه حق كښې د پاکستان کامیابي او د هند د اشتعال انګیزۍ په مقابل كښې د پاکستان ذمه وارانه او د دانشمندانه موقف په نړيواله كچه منلے شوے دے۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د وزیر اعظم د بلوچستان دوره نه يوازې د صوبې د ستراتېژك اهميت اعتراف دے بلكې دا د دې خبرې هم واضح ثبوت دے چې وفاقي حکومت قامی دفاع، سيمه ايز استحکام او ادارہ جاتي مضبوطیا خپله وړومبۍ ترجيح ګڼي۔ په کوئټه كښې د وزیراعظم شهباز شریف د خطاب حواله وركولو سره ده ووئيل په معرکه حق كښې د پاکستان کامیابي او د هند د اشتعال انګیزۍ په مقابل كښې د پاکستان ذمه وارانه او د دانشمندانه موقف په نړيواله كچه ستائلے شوے دے ، كوم چې د پاکستان د سفارتي او دفاعي لائحې د كاميابۍ مظهر دے۔ د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په قیادت كښې د پاك پوځ د وظيفائي لائحې ستائنه كولو سره جمال شاه كاكړ ووئيل پاکستان نه يوازې په منطقه كښې د امن او استحكام ضامن دے بلكې د نېټ ریجنل سټیبلائزر په توګه خپل كردار هم په موثره توګه ادا كوي۔ جمال شاہ کاکړ ووئيل د کمانډ اینډ سټاف کالج په څېر ادارو كښې د غېر ملكي تربيه كوٶنكو افسرانو موجودګي د پاکستان د زيات شوې عسكري سفارت كارۍ او د نړيوال باور څرګندونه ده، كومه چې په منطقه كښې امن او د مرستې ودې لپاره ډېره اهمه ده۔ ده هيله ولرله چې وفاقي حکومت او ټولې ادارې به په ګډه قامي سلامتيا٬ پرمختګ او د استحكام اېجنډا لا قوي كړي دغسې چې پاكستان ته په پېښو چېلنجونو په موثره ډول قابو وموندلے شي۔







