پېښور 17 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره وزيراعليٰ سهيل آفريدي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ليدلي دي په دې مهال د صوبې په مجموعي صورتحال، امن و امان او نورو مهمو انتظامي چارو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه شوي۔د ملاقات په مهال خېبر پښتونخوا كښې د سي اين جي اسټيشنز بندولو ، پنجاب څخه د غنمو ترسيل په معامله هم خبري …
ګورنر فيصل کريم کنډي سره وزيراعليٰ سهيل آفريدي وليدل،په مجموعي صورتحال، امن و امان او نورو مهمو انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه
پېښور 17 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره وزيراعليٰ سهيل آفريدي د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ليدلي دي په دې مهال د صوبې په مجموعي صورتحال، امن و امان او نورو مهمو انتظامي چارو تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه شوي۔د ملاقات په مهال خېبر پښتونخوا كښې د سي اين جي اسټيشنز بندولو ، پنجاب څخه د غنمو ترسيل په معامله هم خبري اتري شوي۔په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د غنمو او سي اين جي بنديز سره غريب طبقه زياته ځپلې كيږي۔ ګورنر ووئيل كه پنجاب لاره ورګړي نو خېبر پښتونخوا د سندھ څخه غنم ترلاسه كولې شي،دغسې د لارو نه لرلو په سبب صوبې ته غنم په زيات بيعه او مشكل سره ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل د سندھ حکومت د خېبر پښتونخوا له د غنمو په وركولو راشي شوې۔ملاقات كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي، نوې منتخب صوبائي وزير شفيع جان او چيف سيکرټري خېبرپښتونخوا شهاب علي شاه هم موجود وو۔په دې موقع صوبه كښې په وړومبي ځل ساؤتھ ايشيا کامن ويلتھ ويمن پارليمنټيرينز کنفرنس كولو په اړه په چارو هم خبري اتري وشوي۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا پارليماني تاريخ كښې په وړژمبي ځل دا مهم کنفرنس د صوبې لپاره درناوې دے۔د ملاقات په مهال د خېبر پښتونخوا پوليس تنخاګانو زياتولو په اړه په چارو هم غور وشو۔ ګورنر فيصل کريم کنډي چيف سيکرټري ته د نورو صوبو پوليس له وركړې كيدونكي تنخاګانو او مراعات جاج اخستلو سره سفارشات صوبائي حکومت ته د لېږلو سپارښتنه وكړه۔







