کوئټه 15 مئي (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټۍ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د جمعې په ورځ د پیپلز ایئر ایمبولینس پرانسته وكړه،هغه سره د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي، صوبائی وزیر بخت محمد کاکړ او د اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔په دې موقع بریفنګ كښې ووئيل شول د پیپلز ایئر ایمبولینس پيل كولو مقصد د صوبې لري پرتو او سختو سيمو كښې مېشته رنځورانو له په …
بلاول بھټو زرداري بلوچستان كښې د پیپلز ایئر ایمبولینس پرانسته وكړه

مزید خبریں
کوئټه 15 مئي (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټۍ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د جمعې په ورځ د پیپلز ایئر ایمبولینس پرانسته وكړه،هغه سره د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي، صوبائی وزیر بخت محمد کاکړ او د اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔په دې موقع بریفنګ كښې ووئيل شول د پیپلز ایئر ایمبولینس پيل كولو مقصد د صوبې لري پرتو او سختو سيمو كښې مېشته رنځورانو له په وخت او سمدستي طبی امداد وركول او بيړني صورتحال كښې فضائي منتقلي ممكن كول دي٬ د دې سروس د لارې عام رنځوران او د پېښو ښكار رنځوران به کم وخت كښې جدید طبی سهولیات لرونكو روغتونونو ته رسولې شي۔ایئر ایمبولینس كښې جدید طبی آلات، آکسیجن سسټم او مانیټرنګ مشینونه لګولې شوي دغسې چې د پرواز په مهال د رنځورانو بشپړ طبي خيال وساتلې شي ۔









