سېلګري دې د كومې ېرې ترهې نه غېر د سېل ځايونو ته لاړ شي ۔ د سوات ډپټي كمشنر سېلګرو ته پېغام

  پېښور 13 مئي (اے پي پي) د سوات ډپټي کمشنر سليم جان مروت سوات وېلي ته راتلونكو سېلګرو ته وئيلي دي چې ھغوي د كومې ېرې ترهې نه غېر د سوات د ښائسته او زړه راښكونكو سيمو مخه وكړي۔ د سوات ډپټي کمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې خپل پېغام كښې سليم جان مروت ووئيل د سوات ټول سړكونه او د سېلګرۍ روټس په بشپړه توګه پرانستې …

 

پېښور 13 مئي (اے پي پي) د سوات ډپټي کمشنر سليم جان مروت سوات وېلي ته راتلونكو سېلګرو ته وئيلي دي چې ھغوي د كومې ېرې ترهې نه غېر د سوات د ښائسته او زړه راښكونكو سيمو مخه وكړي۔ د سوات ډپټي کمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې خپل پېغام كښې سليم جان مروت ووئيل د سوات ټول سړكونه او د سېلګرۍ روټس په بشپړه توګه پرانستې دي او سېلګري په آزادۍ سره خپلو ګاډو كښې سفر كولې شي۔ ده ووئيل  تېره ورځ په كالام كښې د رامخې ته شوې ناوړه پېښې انتطاميې د ذمه وارو په ضد كارروائي كړې ده٬ د دې نه علاوه كوم عناصر چې د سېلګرو سوات ته په راتګ كښې خنډان راولاړوي يا د امن و امان د صورتحال خرابولو هڅې كوي د ھغوي به ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ ډپټي کمشنر سليم جان مروت د دې عزم پخلے وكړو چې سېلګرو ته خوندي٬ سوله ايز او په زړه پورې ماحول وركول د ضلعي انتطاميه وړومبۍ ترجيح ده۔(

مزید خبریں