د وزيراعظم كروندګرو ته په وخت د سرې رسول په هر صورت د باوري كولو٬ منځني آسيائي هېوادونو څخه د سرې د متبادل رسنې منصوبه بندۍ هدايت

  اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف كروندګرو ته په وخت د سرې رسول په هر صورت د باوري كولو٬ منځني آسيائي هېوادونو څخه د سرې د متبادل رسنې منصوبه بندۍ هدايت كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د غذائي تحفظ او د سرې د پانګو په صورتحال مهمه غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير …

 

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف كروندګرو ته په وخت د سرې رسول په هر صورت د باوري كولو٬ منځني آسيائي هېوادونو څخه د سرې د متبادل رسنې منصوبه بندۍ هدايت كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د غذائي تحفظ او د سرې د پانګو په صورتحال مهمه غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسېن ، احد خان چيمه، علي پروېز ملك ، وزير مملکت بلال اظهر کياني ، خاص مرستيال هارون اختر او اعلې سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم كروندګرو ته په وخت د سره رسول په هر صورت كښې د باوري كولو امر كولو سره ووئيل چې خليجي هېوادونو سره د سرې سپلائي چېن متاثره كېدو له مخې دې منځني اسيائي هېوادونو څخه د سرې متبادل رسنې لپاره منصوبه بندي وكړې شي۔ ده د خريف او ربيع سيزن لپاره د سرې وافر ذخيرې باوري كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د سرې ځائي پېداوار زياتولو لپاره دې د نوې پلانټ لګولو په منصوبو كار تند كړے شي٬ غذائي تحفظ باوري كولو لپاره د زرعي څانګې ضرورتونه پورا كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم اړوند وزارتونو او ادارو ته د سرې وركولو پرله پسې د نګراني او د سرې د مصنوعي قلت او ذخيره اندوزۍ په ضد د سختې كارروائۍ باوري كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د هېواد د ضرورتونو له مخې د سرې ځائي پېداوار لپاره كارخانو ته د قدرتي ګاز د تعطل نه غېر رسنه روانه ده، د خريف فصلونو لپاره د سرې مناسبې پانګې موجود دي