اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وفاقي پايه تخت كښې د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي بشپړولو، نېشنل پوليس اكيډمي كښې د سولر سسټم لګولو، د اكېډمۍ موجوده ودانۍ رنګ روغن او آئي ټي سهوليات لرونكي عصري ټرېننګ لپاره د درې نوي كلاس رومز جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د نهي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي بشپړولو،نېشنل پوليس اكيډمي كښې د سولر سسټم لګولو، د اكېډمۍ د ودانۍ رنګ روغن هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وفاقي پايه تخت كښې د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي بشپړولو، نېشنل پوليس اكيډمي كښې د سولر سسټم لګولو، د اكېډمۍ موجوده ودانۍ رنګ روغن او آئي ټي سهوليات لرونكي عصري ټرېننګ لپاره د درې نوي كلاس رومز جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د نهي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نېشنل پوليس اكېډمۍ دوره وكړه او دغلته يۍ د غونډې مشري وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير نېشنل پوليس اكېډمۍ كښې د جوړېدونكي شمېر منزله هاسټل تعميراتي چارو جاج واخست۔ده هاسټل كښې د جوړ شوي ماډل روم هم څارنه وكړه او د ماډل روم ښه كولو سپارښتنه ئې وكړه۔ ده د ايليټ پوليس ټرېننګ سكول منصوبه تر 31 مئي د بشپړولو ټاسك وركړو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل سږ كال دې د افسرانو ايليټ ټرېننګ انتظام د صوبو په ځائې اېن پي اے كښې وكړې شي۔ده ووئيل اكېډمۍ كښې سولر سسټم لګولو او د اكېډمۍ موجوده ودانۍ رنګ روغن دے باوري كړې شي۔ په غونډه كښې آئي ټي سهوليات لرونكي عصري ټرېننګ لپاره د درې نوي كلاس رومز جوړولو پرېكړه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډرون، نائټ ويژن او عصري وسلي د لارې د تربيې وركولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل پروموشنل كورسز په جديد ډول روانولو او سروس ډليوري ته دې پام لرنه وكړې شي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي اين پي اے كښې د ډرائېونګ سكول جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د كورنيو چارو وزيراكيډمۍ كښې د پېډل ټېنس كورټس جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔د كورنيو چارو وزير د سپورټس كمپلېكس، جم او سوئمنګ پول هم څارنه وكړه۔ كمانډنټ نېشنل پوليس اكيډمي سعد اختر بھروانه د كورنيو چارو وفاقي وزير له په منصوبو د پيشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ډي جي اېف آئي اے ډاكټر عثمان انور، آئي جي اسلام آباد پوليس علي ناصر رضوي او نور اعلي افسران هم په موقع موجود ؤ۔











