انسانیت لپاره د نرسانو ارزښتناکه خدمات د ویاړ وړ دي: د وزيراعظم شهباز شریف پېغام

  اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف ویلي چې په سختو حالاتو کښې هم د انسانیت خدمت لپاره د نرسانو مهم كردار دے ٬ خلکو لپاره د اساسي روغتیایی اسانيو چمتووالې د نرسانو له خدماتو پرته ممکن نه دي٬ انسانیت لپاره د دوی ارزښتناکه خدمات د ویاړ وړ دي.  د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډېا ونګ لخوا د نرسانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې …

 

اسلام آباد۔12مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف ویلي چې په سختو حالاتو کښې هم د انسانیت خدمت لپاره د نرسانو مهم كردار دے ٬ خلکو لپاره د اساسي روغتیایی اسانيو چمتووالې د نرسانو له خدماتو پرته ممکن نه دي٬ انسانیت لپاره د دوی ارزښتناکه خدمات د ویاړ وړ دي.  د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډېا ونګ لخوا د نرسانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه د نرسانو نړيوالې ورځې په موقع ګردې نړۍ او په خاص توګه د پاكستان د طب څانګې سره د تړون لرونكو مېرمنو او سړو نرسز انسانيت لپاره په زړه پورې خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ په نړيواله كچه د انټرنېشنل كونسل آف نرسز لخوا د نرسز خذمات ته درناوې وړاندې كولو له مخصوص كړې شوې دا ورځ د طب په څانګه كښې د نړيوالې همكارۍ اهميت هم په ډاګه كوي۔ سږ كال دا ورځ “نرسز زمونږ سباؤن – اختيارمندې نرسز ژوند بچ كوي” تر عنوان لاندې لمانځلې شي۔ دا عنوان د نرسانو د پېشه ور مهارت او د غوره طبي تربېت حاجت عكاسي كوي۔ ده ووئيل انسانيت لپاره د نرسانو ارزښتناكه خذمات د وياړ وړ دي ، د رنځورانو خيال ساتل د نرسانو د بشري خذمت جذبه په ډاګه كوي۔ وزيراعظم ووئيل د كوم هم هېواد اولس بنيادي روغتيائي آسانيو ته لاسرسي د نرسانو له خذمت پرته ممكنه نه ده۔ د طب څانګې د پياوړتيا دارومدار تر ډېره حده د ډاكټرانو او نرسانو په متناسب شته والي كښې دې۔ وفاقي حكومت په هېواد كښې د دې تناسب لا ښه كولو عزم لري۔ په دې لړ كښې ټولو اړوندو ادارو اوصوبائي حكومتونو سره په تګلاره كار روان دے۔