پېښور 11 مئي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د شېخ الحدیث مولانا ادریس د شهادت په ضد د غندني قرارداد په متفقه توګه منظور شو۔ د جے یو آئی غړي عدنان خان قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د نوموړي عالم دین، پخواني اېم پی اے او جے یو آئی صوبائی سرپرست و مرکزی مجلس غړي شوریٰ شېخ الحدیث مولانا ادرېس د شهادت غندنه كوي۔ قرارداد …
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه، د شېخ الحدیث مولانا ادریس د شهادت په ضد د غندني قرارداد منظور

مزید خبریں
پېښور 11 مئي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د شېخ الحدیث مولانا ادریس د شهادت په ضد د غندني قرارداد په متفقه توګه منظور شو۔ د جے یو آئی غړي عدنان خان قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د نوموړي عالم دین، پخواني اېم پی اے او جے یو آئی صوبائی سرپرست و مرکزی مجلس غړي شوریٰ شېخ الحدیث مولانا ادرېس د شهادت غندنه كوي۔ قرارداد كښې صوبائی حکومت څخه غوښتنه كوي چې ملزمان دې په سمدستي توګه نيولو سره قانون سره مخ كړې شي او د دې ډول پېښو مخنيوي له دې اقدامات وكړې شي۔د غونډي په مهال د جے یو آئی غړي د شهيد مولانا ادریس عكسونه پورته كولو سره راغلل۔عدنان خان ووئيل صوبه كښې د مازيګر نه پس د صوبائی حکومت رټ په نظر نه راځي۔حکومتی غړي سجاد برکوال ووئيل د مولانا ادریس په شهادت ټول قام، صوبائی حکومت او ټول سياسي ګوندونه غمجن دي۔دې نه پس د دوو بلونو منظورېدو نه وروستو پاتې ایجنډا معطل کولو سره د امن و امان په صورتحال تفصیلی بحث وكړے شو۔










