اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ زمونږ وړومبۍ ترجيح ده، اتحاديانو او اپوزيشن سره په ګډه به د خبريالانو مسئلې حل كوٶ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شازيه مري د پوښتنې په ځواب عطاء تارړ ووئيل د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ زمونږ …
د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ زمونږ وړومبۍ ترجيح ده، اتحاديانو او اپوزيشن سره په ګډه به د خبريالانو مسئلې حل كوٶ۔ عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ زمونږ وړومبۍ ترجيح ده، اتحاديانو او اپوزيشن سره په ګډه به د خبريالانو مسئلې حل كوٶ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شازيه مري د پوښتنې په ځواب عطاء تارړ ووئيل د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ زمونږ وړومبۍ ترجيح ده، وفاقي او صوبائي واكمن ميډيا چينلز لپاره آسانۍ پېدا كولو او دوي په مالي توګه مستحكم كولو لپاره شپه او ورځ هڅې كوي۔ ده ووئيل د ميډيا ورکرز د حقونو تحفظ به باوري كولې شي۔ ده ووئيل پاکستان براډ کاسټنګ ايسوسي ايشن سره به د خبريالانو د روزګار د تحفظ معامله پورته كولې شي او د خبريالانو د جاب سيكورټي او مراعاتو په حواله به معاملې ترسره كولې شي۔ ده ووئيل د ميډيا ورکرز د مسئلو هواري لپاره به اقدامات كولې شي٬ اتحاديانو او اپوزيشن سره په ګډه به د خبريالانو مسئلې حل كوٶ۔










