اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي د سېف سټي هېډکوارټرز دوره كړې او په دې موقع ئې د خاص غونډې مشري كړې٬ محسن نقوي اسلام آباد سېف سټي په کېپټل سمارټ سټي كښې د بدلولو په پراجېکټ د پيشرفت جاج واخستو۔ ده د سېف سټي هېډکوارټرز واېټ واش او ښكلا سره سره د اپ ګرېډېشن هم معائنه وكړه۔ د ګل په ورځ د داخله …
د وفاقي وزير محسن نقوي د سېف سټي هيډکوارټرز دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي د سېف سټي هېډکوارټرز دوره كړې او په دې موقع ئې د خاص غونډې مشري كړې٬ محسن نقوي اسلام آباد سېف سټي په کېپټل سمارټ سټي كښې د بدلولو په پراجېکټ د پيشرفت جاج واخستو۔ ده د سېف سټي هېډکوارټرز واېټ واش او ښكلا سره سره د اپ ګرېډېشن هم معائنه وكړه۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې داخله وزير د فيوژن سينټر او د جديد کنټرول روم جوړېدو پېشرفت نه خبر كړے شو۔ داخله وزير محسن نقوي امر وكړو کنټرول روم دې د جديد تقاضو او ټيکنالوجۍ سره همكاره كړې شي۔ محسن نقوي د سېف سټي فېز ټو په ټاكلے موده كښې د بشپړولو امر وكړو۔ محسن نقوي ووئيل چې سېف سټي كښې به ټولې اړوند ادارې يو پلېټ فارم ته راوړلې شي۔دا منصوبه به د اسلام آباد وګړو ته خوندي او پرسكون ماحول وركولو كښې اهم سنګ ميل ثابت شي۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې سيف سټي منصوبه په تندۍ سره بشپړېږي٬ ټول ضروري آلات وركړې شوي دي او د دې د تنصيب عمل جاري دے٬ ډيجيټل سسټم به تر 30 مئي آپرېشنل شي۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي سېکرټري خرم آغا، د اېف آئي اے ډي جي ډاکټر عثمان انور،د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي پشمول لوړ پورو ګډون وكړو۔











