پېښور ۔ 11 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د ګل په روځ په كرغزستان كښی د انټرنېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ مېډیسن بشکیک رېکټر ډاکټر احسان علی سره ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې ځوانانو ته د مېډيكل معياري زده كړې په وركولو او په دې لړ كښې په پېښو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره كرغستان كښې د انټرنېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ مېډیسن رېکټر ډاکټر احسان علی ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 11 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د ګل په روځ په كرغزستان كښی د انټرنېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ مېډیسن بشکیک رېکټر ډاکټر احسان علی سره ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې ځوانانو ته د مېډيكل معياري زده كړې په وركولو او په دې لړ كښې په پېښو چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګورنر وويل چې بهر هېواد كښې مېشته د خېبر پښتونخوا كاروباري شخصيات زمونږ د صوبې اثاثه دي كوم چې د صوبې پرمختګ او سوكالۍ سره سره د هېواد په پرمختګ هم مهم كردار ترسره كوي۔ ډاكټر احسان د صوبې د ځوانانو ترقۍ ٬ د مېرمنو اختيارمندې جوړولو او د صوبې روښانه څېره په ډاګه كولو له د ګورنر فېصل كريم كنډي د هڅو ستائنه وكړه










