پېښور 11 مئي (اے پي پي) د هنګو پوليس د کارروائۍ په مهال لس كلوګرام وزني بم شنډ كړو٬ د هنګو پوليس له مخې د سټي تهاڼې په حدودو سماري روډ نصب كړے شوے 10 کلوګرام وزني خطرناک بم پوليس په وخت كارروائي كولو سره شنډ كړې۔ د هنګو ډي پي او طارق حبيب خان له مخې ريموټ کنټرول آئي اي ډي په محفوظه توګه ډفيوز كړے شو كوم …
پېښور،د هنګو پوليس لس كلوګرام بم شنډ كړو

مزید خبریں
پېښور 11 مئي (اے پي پي) د هنګو پوليس د کارروائۍ په مهال لس كلوګرام وزني بم شنډ كړو٬ د هنګو پوليس له مخې د سټي تهاڼې په حدودو سماري روډ نصب كړے شوے 10 کلوګرام وزني خطرناک بم پوليس په وخت كارروائي كولو سره شنډ كړې۔ د هنګو ډي پي او طارق حبيب خان له مخې ريموټ کنټرول آئي اي ډي په محفوظه توګه ډفيوز كړے شو كوم چې د تخريب كارۍ ناوړه عزائمو لپاره نصب كړے شوے ٶ٬ بم ډسپوزل سکواډ په سمدستي توګه كارروائي كولو سره هنګو له لوے تباهۍ نه بچ كړو۔ د ډي پي او وېنا ده چې د اولس د ځان او مال تحفظ د پوليس وړومبۍ ترجيح ده او د ترهګرۍ په ضد زيرو ټالرنس پاليسي به جاري وي٬ پوليس هر وخت الرټ او فعاله دے۔










