پیښور 10 مئي (اے پي پي)د دښمن خلاف د پاکستان د تاریخي فتح په يو كال تر سره كېدو خیبر پښتونخوا كښې د معرکه حق جش په زړه پوري ډول ونمانځلې شو ۔ د اتوار به ورځ خیبر پښتونخوا كښې د پیښور نه تر چترال فضا د حب الوطنۍ نغمو او نعروں نه ډكه وه او د معرکه حق فتح وړومبۍ سالگرپه قامي جوش و ولوله ونمانځلې شوه ۔۔ …
د خېبر بښتونخوا په بېلا ېبلو ښارونو ٬ تحصيلونو كښې د معركه حق تاريخي فتح په يو كال تر سره كېدو جشن٬د بريا دا سالګره د پاګ پوځ د صلاحيت ٬ عزم او د قام د يو والي عكاسي كوي

مزید خبریں
پیښور 10 مئي (اے پي پي)د دښمن خلاف د پاکستان د تاریخي فتح په يو كال تر سره كېدو خیبر پښتونخوا كښې د معرکه حق جش په زړه پوري ډول ونمانځلې شو ۔ د اتوار به ورځ خیبر پښتونخوا كښې د پیښور نه تر چترال فضا د حب الوطنۍ نغمو او نعروں نه ډكه وه او د معرکه حق فتح وړومبۍ سالگرپه قامي جوش و ولوله ونمانځلې شوه ۔۔ د سالګرې په دې موقع خیبر پښتونخوا كښې په لويه پېمانه لاريونونه او اولسي غونډې وشوې چې پكښې د پاكستان وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كرې شوې او د ملتړ څرګندونه وشوه ۔نوښار ضلع كښې يو لويې لاريون كښې دکاندار بلال خان، مزدور ارشاد علي ، ہیئر ډریسر عبداللطیف، کسان مثل خان او ریټائرډ پي ایس ټي ټیچر ریاض خان شين هلالي بېرغ هسك كړے ؤ او د كالج طلباء سره روان وو او د پاکستان زندہ باد نعرې يې وهلي ۔هغوي ووئېل مونږ دلته د زرګونو په شمېر د پاکستان وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وراندې كولو لپاره راغلي يو چا چې د هېواد دفاع له د خپل ځانه نه درې چنه لوي دښمن له ماتې وركړه۔ګنو ګدون كوونكو د لاريونونه نه يوازې د پاکستان د عسکري کامیابۍ جشن وګرځولو بلکې په دې سخت وخت كںښې يې د عامو وګرو د اړخه ښودلي همت او د استقامت ته هم پېرزئونې وړاندې كړې۔ د خیبر نه تر کوهستان او د وزیرستان نه تر سوات په زرګونو خلقو دې لاريونو كښې ګدون وكړو كوم چې د اجتماعي شناخت او حب الوطنۍ يو ناوياته احساس عکاسي كوي ۔پېښور ، نوښار، ډېره آسماغعيل خان، ایبټ آباد، کوهاټ، سوات، دیر، چترال، بنوں، مانسهرہ، صوابۍ، کرک، مالاکنډ او د خیبر پښتونخوا په نورو شلعو كښې هم په زرګونو خلقو لارو ٬ كوڅو كښې او په ګاډو دغسې د كورونو په بامنونو قامي بېرغونه لګولي وو او د وسله وال پوځ ملاتړ له يې چغې او نعرې وهلې ۔د قبائلی ضلعو بشمول وزیرستان، پاړاچنار کرم، اورکزئۍ، خیبر، مومند او باجوړ كښې هم ليو لاريونونه ويستلے شول ۔ قبائلي اولس قامی بېرغونه پورته كري وو او د وزیراعظم محمد شهباز شریف او چیف آف ډیفنس فورسز،چیف آف آرمي اسټاف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د قیادت ستائنې كولو سره يې ووئېل هېواد د بهرنو خطرو خلاف د مثالي اتحاد څرګندونه كرې ٬ نوښار كښې يو لويې ریلي ته خطاب كښې د مسلم لیگ (ن) لارښود صاحبزادہ حمزہ معرکه حق د پاکستان دفاعی تاریخ کيو پرېكنده باب وګړځولو ۔ هغه ووئېل د تېر كال پیښو قامي باور مضبوط کړو او ځوان نسل كښې يې د حب الوطنۍ جذبه رابیداره كړه ۔ هغه د قامي لارښودو د عكسونو او لويو بېنرو لاندې خطاب كولو۔ پېښور كښې يوې اجتماع كښې د ګدون په مهال د اسکول طالبه ملائکه بي بي ووئېل مونږ د قربانۍ او د شجاعت 65 د جنګ قيصې به اورېدو لوي شوي يوو ۔ د معرکه حق سالگرہ مونږ ته ياډ ګېرنه كوي چې قامی اتحاد د سیاسي اختلافات نه زیات اهمیت لري او طلباء د مورني وطن تحفظ لپاره چمتو دي ۔ استاذانو او د تعلیم پوهانو هم دې سالګرې ته په سماجي تناظر كښې وكتل د ۔یونیورسټي آف پشاور پخواني پروفیسر ډاکټر اعجاز خان ووئېل د معرکه حق ګېر چاپرېره واقعات د استقامت، شجاعت او عزم علامتونه ګړځېدلي دي ۔ده اے پي پي ته ووئېل خلق ځان په جذباتي توګه ورسره تړلے محسوس کوي ځكھ چې دوي مني چې په مشكل وخت كښې مونږ ټول متحد ولاړ وو










