ډھاکه ۔10مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د بنګله دیش د خارجه چارو وزیر مملکت شمع عبید اسلام ملاقات وكړو۔ په دې موقع په دوه اړخيزه اړيكو ،د منطقې په صورتحال او د پاکستان په مصالحتي کردار په تفصیل سره خبره وشوې ۔ د بنګله دیش د خارجه چارو وزير مملکت د ایران امریکې شخړې حل لپاره د پاکستان د مصالحتي کردار ستئانه وكړه۔ …
د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي سره د بنګله دیش د خارجه چارو وزیر مملکت شمع عبید اسلام ملاقات، د دوه اړخيزه اړيكو په صورتحال او د پاکستان په مصالحتي کردار د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ډھاکه ۔10مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د بنګله دیش د خارجه چارو وزیر مملکت شمع عبید اسلام ملاقات وكړو۔ په دې موقع په دوه اړخيزه اړيكو ،د منطقې په صورتحال او د پاکستان په مصالحتي کردار په تفصیل سره خبره وشوې ۔ د بنګله دیش د خارجه چارو وزير مملکت د ایران امریکې شخړې حل لپاره د پاکستان د مصالحتي کردار ستئانه وكړه۔ هغه د تجارت او كلتور په څانګو كښې د اشتراک په زياتولو اتفاق وكړو ۔ ملاقات كښې د تجارتی و كلتوري اړيكو ودې لپاره د پلاويو په زیاتو تبادلو اتفاق وكړے شو او د بنګله دیش د خارجه وزير د پاکستان دورې په اړه هم خبرې وشوې۔ ملاقات كښې وفاقی وزیر محسن نقوي ووئېل پاکستان كښې د سرمایه کارۍ پراخه موقعې شته۔ د بنګله دیش خارجه وزارت سیکرټر ي نذر الاسلام، ډائریکټر جنرل د سوئېلې اسيا عشرت جهان، ئرایکتر شمیمه یاسمین او د پاکستان هائي کمشنر عمران حیدر هم په دې مهال موجود وو ۔











