د ګورنر فېصل كريم كنډي بنو كښې په فتح خېل پوليس چوكۍ د ترهګر بريد غندنه

پېښور ۔ 10 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي بنو كښې په فتح خېل پوليس چوكۍ د ترهګرو بريد غندلو سره د پوليس اهلكارو په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره خواخوږي وكړه۔ ګورنر ژوبل شوو لپاره …

پېښور ۔ 10 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي بنو كښې په فتح خېل پوليس چوكۍ د ترهګرو بريد غندلو سره د پوليس اهلكارو په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمجنيو كورنيو سره خواخوږي وكړه۔ ګورنر ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ ګورنر ووئيل ترهګر په صوبه كښې د امن او انسانيت دښمنان دي۔ د خېبر پښتونخوا پوليس په مړانه د ترهګرو مقابله كوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيدانو سترې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔

مزید خبریں