اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د معرکه حق اولنۍ سالګرې په موقع وئيلې دي چې يو كال وړاندې پاكستان لوے امتحان سره مخ شو او ټول قام ثابت قدم پاتے شو ، د مئي 2025 په پېښو كښې دا يوه پوځي كارروائي نه وه بلكې ټول قام لپاره يوه مهمه ګھړۍ وه ، هند د پهلګام فالس فلېګ آپرېشن په بهانه په پاكستان بې درېغه …
پاكستان دښمن له په آپرېشن بنیانٌ مّرصوص كښې نظم وضبط ، درستې حکمتِ عملۍ، مړانې او قامي يوالي والي سره ځواب وركړو: د صدر مملكت آصف علي زرداري د معركه حق په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د معرکه حق اولنۍ سالګرې په موقع وئيلې دي چې يو كال وړاندې پاكستان لوے امتحان سره مخ شو او ټول قام ثابت قدم پاتے شو ، د مئي 2025 په پېښو كښې دا يوه پوځي كارروائي نه وه بلكې ټول قام لپاره يوه مهمه ګھړۍ وه ، هند د پهلګام فالس فلېګ آپرېشن په بهانه په پاكستان بې درېغه بريدونه وكړل په كومو كښې چې ځينې پوځي تنصيبات سره سره شهري آبادۍ او عبادتخانې په نښه كړې شوې۔ پاكستان نظم و ضبط، درستې حکمتِ عملۍ، بهادرۍ او قامی يووالي سره ځواب وركړو ، آپرېشن ’’بنیانٌ مّرصوص‘‘ د معركه حق مهم ستن وه۔ نړۍ وليدل چې ټول قام كله خپل پوځ سره اودرېږي نو بيا هغه څه كولې شي۔ زمونږ پیغام بالكل ښكاره و۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د معركه حق اولنۍ سالګرې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل چې معركه حق نړۍ ته په ډاګه كړه چې د پاكستان دفاعي صلاحيت يوازې په نعره نه بلكې په پېشه ور مهارت ، د درې واړو وسله والو ځواكونو په حكمت عملۍ او د خپل قام په عزم اډانه لري كوم چې د كوم جارحيت په وړاندې سر نه ټيټوي۔ مونږ خپلو مېړنو سړو او مېرمنو ته سلام كوو او هر هغه يو شهيد ته پیرزوئنې وړاندې كوو كوم چې د وطن سرلوړۍ له خپل ځان قربان كړو۔ ده ووئيل نن پاكستان ته د يو داسې رياست په توګه كتلې شي كوم چې نه يوازې دا چې خپله دفاع كولې شي بلكې امن او استحكام ته وده وركولو كښې خپل كردار هم ترسره كولې شي۔ پاكستان د متوازنې سفارتكارۍ دلارې د امريكا او ايران ترمينځه جنګ بندۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ پاكستان چې چرته هم مثبت كردار ترسره كولې شي هلته به امن ، مذاکرات او استحکام ته وده وركولو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله په دې منطقه كښې د بې ثباتۍ بنيادي سبب دے٬ د كشميري اولس هيلې كومې چې د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې تسليم كړې شوي دي د لسيزو قبضې باوجود ختمې نه شوې او نه به ختمې شي۔ ده ووئيل پاكستان ددې مسئلې د يو عادلانه او قانوني حل لپاره په خپل دريځ ولاړ دے۔ ده ووئيل د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو د اوبو د وسلې په توګه د كارولو مترادف دي۔ په كال 1960 كښې شوې دا لوظنامې څلور جنګونو او د 65 كلن تاؤ تريخوالي باوجود برقرار پاتې شوه۔ د هند ددې لوظنامې له كوم قانوني جواز پرته معطل كول د لكھونو په شمېر خلكو روزګار او ژوند خطرې سره مخ كول دي۔ ده ووئيل پاكستان به د خپلو آبي حقونو دفاع لپاره هم ددغه عزم څرګندونه كوي كوم چې يۍ د خپلې خاورې دفاع لپاره ښودلے دے۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په اړه خپل دريځ يو وارې بيا وړاندې كوو۔ پاكستان په خپله ترهګرۍ سره مخ پاتے شوے دے ٬ مونږ فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان په هر شكل كښې ختمول غواړو۔ مونږ د افغانستان موجوده عبوري حكومت سره سنجيدګۍ سره رابطه كښی يوو او هيله لرو چې د دوحا فرېم ورك لاندې په شوو ټولو لوظونو به عمل درآمد وكړے شي دغسې چې افغان خاوره د پاكستان يا كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي۔ ده ووئيل معركه حق اوس زمونږ د قامي يادداشت برخه جوړه شوې ده۔ دا كومه داسې ګھړۍ نه وه چې مونږ خوښه كړې وه خو كله چې وخت راغلو نو قام خپل ټول صلاحيت او عزم سره ددے مقابله وكړه۔ دا ورځ هر كال مونږ ته دا يادوي چې كوم قام خپل قدر پېژني هغه تل د خپلې دفاع طاقت لري۔











