قام خپل رياست او وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے: ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور ۔ 09 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخو ګورنر فېصل کریم کنډی وئيلي دي چې قام خپل رياست او وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ د خالي په ورځ خپل خصوصي پېغام كښې ګورنر ووئيل 9 مئي پاكستان سره د دښمنۍ هغه توره ورځ ده د كومې كردارونه به چې خپل بېرغ سره مينه كوونكي كله هم هېر نه كړي۔ ده ووئيل په 9 مئي وطن …

پېښور ۔ 09 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخو ګورنر فېصل کریم کنډی وئيلي دي چې قام خپل رياست او وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ د خالي په ورځ خپل خصوصي پېغام كښې ګورنر ووئيل 9 مئي پاكستان سره د دښمنۍ هغه توره ورځ ده د كومې كردارونه به چې خپل بېرغ سره مينه كوونكي كله هم هېر نه كړي۔ ده ووئيل په 9 مئي وطن لپاره د ځان قرباني وركوونكو په يادګارونو ، د پاك پوځ په تنصيباتو او قومي ادارو بريدونه په حقيقت كښې د هېواد په وقار او تحفظ بريدونه وو۔ د 9 مئي سازشي كردارونو ، سهولت کارو او منصوبه جوړونكو په ضد د قانوني او آئين له مخې سمې سزاګانې د وخت ضرورت ، د هېواد وقار غوښتنه او د انصاف سرلوړۍ لپاره يقيني وه او دا لړۍ بايد دغسې روانه وساتلې شي۔ ده ووئيل پي پي پي تل د ظلم مقابله وكړه ، د بھټو شهید په عدالتي وژنه رياست ته د زيان رسولو په ځاې كارمندانو ځانونه په اور وسوځول ، د بے نظیر بھټو په شهادت صدر مملكت د پاكستان كھپے نعره پورته كړه۔ ګورنر ووئيل د پاكستان اولس خپل رياست او ځواكونو سره دے ، په معركه حق بنيان مرصوص كښې پاك پوځ خپل مهارت او قربانۍ سره د هېواد دفاع مضبوطولو سره د پاكستانيانو سر په نړۍ كښې په وياړ پورته كړو۔

مزید خبریں