پیښور 05 مئی(اے پی پی) نوموړې عالم دين مولانا شيخ محمد ادريس شهيد د جنازې مونځ په خپل كلي ترنګزئۍ كښې ادا كړے شو۔د مولانا محمد ادريس د جنازې مونځ د هغه زوي مولانا انيس امامت وكړو۔د جنازې په مونځ كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي پشمول د هر مكتبه فكر سره تعلق لرونكو په زرګونو كسانو ګډون وكړو۔په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو او د جے …
د نوموړې عالم دين مولانا شيخ محمد ادريس شهيد د جنازې مونځ په خپل كلي ترنګزئۍ كښې ادا كړے شو

مزید خبریں
پیښور 05 مئی(اے پی پی) نوموړې عالم دين مولانا شيخ محمد ادريس شهيد د جنازې مونځ په خپل كلي ترنګزئۍ كښې ادا كړے شو۔د مولانا محمد ادريس د جنازې مونځ د هغه زوي مولانا انيس امامت وكړو۔د جنازې په مونځ كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي پشمول د هر مكتبه فكر سره تعلق لرونكو په زرګونو كسانو ګډون وكړو۔په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو او د جے يو آئي رضا كار هم په لويه شمېره په امنيت ولاړ و۔ د جنازې په مونځ كښې د جمعيت علمائے اسلام صوبائي امير مولانا عطاﺀالرحمان پشمول نورو مهمو مشرانو هم ګډون وكړو او د ارواښاد لپاره يې د بخښنې دعا وكړه ۔










