چارسده: د نامعلومه وسله والو په ډزو مولانا محمد ادريس په حق ورسېد

پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د چارسدې په اتمانزئي سيمه كښې د نامعلومه كسانو په ډزو د جمعيت علماﺀ اسلام (جے يو آئي) پخوانے اېم پي اے مولانا ادريس په حق ورسېد۔ د پولیس له مخې مولانا صاحب خپل كور څخه مدرسې ته روان و چې په دغه مهال نامعلومه وسله والو په هغوي ډزې وكړې۔ د پېښې په نتيجه كښې هغه په موقعه په حق ورسېد۔ د …

پېښور ۔ 05 مئی (اے پی پی) د چارسدې په اتمانزئي سيمه كښې د نامعلومه كسانو په ډزو د جمعيت علماﺀ اسلام (جے يو آئي) پخوانے اېم پي اے مولانا ادريس په حق ورسېد۔ د پولیس له مخې مولانا صاحب خپل كور څخه مدرسې ته روان و چې په دغه مهال نامعلومه وسله والو په هغوي ډزې وكړې۔ د پېښې په نتيجه كښې هغه په موقعه په حق ورسېد۔ د ډي پي او چارسده اېم وقاص له مخې په پېښه كښې د مولانا ادريس په امنيت مامور دوه پوليس اهلكار هم ژوبل شول كوم چې په سمدستي توګه نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د ډي پي او وېنا ده چې پېښې څخه وروستو سيمه محاصره كړې شوې او د لټون عمليات پېل كړې شوي دي۔ په ابتدائي توګه دا هدفي وژنه ګرځولې شوې ده۔ بياهم اصل حقائق به د پلټنيو له بشپړ كېدو څخه ورستو رامخې ته شي۔ د نوموړي عالم دين په شهادت په اولس كښې زيات غم او غصه ليدلې شي ، مشتعل اولس احتجاجي مظاهره كولو سره تنګي روډ بند كړې چې ورسره د ګاډيو لوې قطارونه لګېدلي دي۔

مزید خبریں